د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په پکتیکا کې مو ۵۰ یاغیان وژلي


ناټو: په پکتیکا کې مو ۵۰ یاغیان وژلي
ناټو: په پکتیکا کې مو ۵۰ یاغیان وژلي

ناټو وایي چې افغان او ايتلافي ځواکونو په پکتیکا کې د عملیاتو په جریان کی تر پنڅوسو ډیر یاغیان وژلي دي.

ایتلافی ځواکونو نن وویل چی جګړه هغه مهال پیل سوه چې دوي د پکتیکا ولایت د سروضی په ولسوالۍ کې د حقاني شبکی په ضد تصفیوي عملیات کول.

د حقاني شبکه د القاعدې او طالبانو سره تړاو لري. دغه ډله په یو لړ لویو او خونړیو حملو کې لاس لري چې په دغه کې په کابل کې په انټر کانټیننټل هوټل باندې برید هم شامل دی.

ناټو وویل چې د پیښی ځای هغه سیمه ده چی یاغیانو بهرنیان افغانستان ته راوړل تر څو په دغه ملک په بیلا بیلو ځایونو کې حملی وکړي.

ناټو ویلی دي چې هغه کسانو چې اوس د یاغیانو سره خپل تړاو قطع کړی -- دوي ته د دغه ځای په اړه معلومات ورکړي وه.

چارواکو ویلي دي چې ملکي خلګو ته په دغه عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

XS
SM
MD
LG