د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د افغانستان لپاره نړیوال کنفرانس پیل شو


نن په نوې ډیلۍ کې د افغانستان دپاره د پانګه اچونې نړیوال کنفرانس پیل شو. د افغانستان څخه نولس کسیز پلاوی هم پکی گډون کوی چې د بهرنيو چارو، سوداګرۍ ، صنايعې، ماليې د کانونو او کرنې چارو وزيران په کښي شمال دي. په هیت کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونو رئيسان هم شامل دي.

د نوي ډیلي په کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې پانګه اچونې ته ډېره پاملرنه کېږي. پدې کنفرانس کی به پدې خبرې وشي چې د افغانستان د غښتلي اقتصاد دپاره کومې پروژې مهمې دي تر څو د توکیو په کنفرانس کې ورته د وړاندیزونو لپاره شرایط برابر سی.

هند خپلې شخصي کمپنۍ دېته هڅوي چې په افغانستان کې له زیاتېدونکو فرصتونو نه گټه واخلي.

د هند خارجه وزیر ایس ایم کریشنا بهرنیو او داخلي تجارانو ته وویل چې د 2014 م کال په اخر کې چې بهرنۍ قواووې له افغانستان څخه ووځي نو پکارده چې د یوې سیاسي خلا سبب نشي چې دا خلا د افراطیانو له خوانه بیا ډکه شي.

"... موږ احساس کوو چې بهرنۍ او کورنۍ پانگه اچونه، دواړه په وړه کچه او لویه کچه نقش لوبولی شي. اجازه ورکړی چې د عسکرو ځای د کمپنیو مدیره هېئتونه ونیسی، او د جنرالانو ځای د کمپنیو رئیسان ونیسي"

د نوي ډیلۍ اقتصادي غونډه د هندي صنعتي کمپنیو د گډې اداری، د افغان او هند د حکومتونو او سوداگرۍ د موسسو په وړاندیز او نوښت جوړه شویده چې د یو سلو دیرشو نه زیاتې هندی کمپنۍ او د دری دیرشو هیوادونو څخه اویا نړیوالې اقتصادی کمپنۍ برخه اخلي.

د امریکا، چین، جاپان، او پاکستان کمپنیو هم په دغه کنفرانس کې گډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG