د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرهڼیزو توکو د نړۍ تر ټولو ستر نندارتون ته لاره وموندله


د دوبۍ په نړیوال نندارتون کې د ١٢٠ هیوادونو د زراعتي موادو سوداگرو او صادرونکو برخه اخیستې وه
د دوبۍ په نړیوال نندارتون کې د ١٢٠ هیوادونو د زراعتي موادو سوداگرو او صادرونکو برخه اخیستې وه

د گولفوډ په نامه د دوبۍ د زراعتي تولیداتو په نړیوال کلني نندارتون کې د افغانستان کرهڼیز تولیدات نندارې ته وړاندې شول چې د نړیوالو پام یې ځانته راواړوه.

د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې USAID په مرسته ٢۴ افغان سوداگرو په افغانستان کې تولید شوي سابه او ترکاري، تازه او وچې میوې، زعفران او د میوو جوس د دوبۍ د گولفوډ په کلني نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادارې ویلي دي چې افغان سوداگرو ته یې په دې نندارتون کې د افغاني غذایي توکو د صادراتو لپاره د بهرنیو سوداگرو سره د سترو تړونونو د لاس لیک کولو زمینه برابره کړې ده.

د دوبۍ نړوال نندارتون د فبرورۍ له ٢٦ څخه د مارچ تر دوهمې پورې د نندارچیانو پرمخ پرانسی و چې شاوخوا ٩٠ زرو نندارچیانو یې ننداره کړې ده.

په دغه نندارتون کې د افغان سوداگرو په گډون د نړۍ د ١٢٠ هیوادونو د ٥٠٠٠ سوداگرو سره یوځای د خپلو هیوادونو زراعتي توکي نندارې ته وړاندې کړل.

د افغانستان د کرهڼې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر په دغه ستر نړیوال نندارتون کې د افغانستان د کرهڼیزو تولیداتو د صادرونکو شتون د بهرنیو سوداگرو سره د اړیکو او د زراعتي تولیداتو په وروستیو پرمختیاو باندې د پوهاوي لپاره خورا مهم وگاڼه.

په تیره یوه لسیزه کې د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادارې د ٥۴ میلیونو ډالرو په ارزښت هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او د نړۍ نورو هیوادونو ته د افغانستان د تازه او وچو میوو د صادرلو او خرڅلاو لپاره آسانتیاوی برابرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG