د افغانستان جمهور رئیس جنرال تاج محمد جاهد د ملي اردو د ۲۰٧ قول اردو قوماندان د کورنیو چارو د نوي وزیر په توګه ټاکلی دی.
همداشان جمهور رئیس غني له اوږد انتظار وروسته د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون کمشنر فرید حمیدي د افغانستان د لوی څارنوال څوکۍ ته نومولی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي په خپل ټویټر پاڼه ددغو ټاکنو په هکله لیکي چې د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال عبدالرحمان رحمان د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي مرستیال په توګه تاکل شوی دی.
ښاغلي هاشمي ویلي چې د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي په هالنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د کورنیو چارو وزارت او لوی څارنوالۍ ته نومول شوي چارواکي باید د ولسي جرګې څخه د باور رایه واخلي.
خو په اوس وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې غړي د ژمي په رحصتیو بوخت دي.
ټاکل شوې چې تر راتلوونکو لسو ورځو پورې د ولسي جرګې غړي بیرته خپل کار ته راستانه شي.