د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د امریکا او افغانستان د تړون له امله اندېښمن دی


ایران وايي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاس لیکېدو له کبله اندېښمن دی ځکه له دې سره به امریکا په افغانستان کې د راتلونکو کلونو دپاره نظامي حضور پیدا کړي.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست وايي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ دغه اوږدمهاله سند به په افغانستان کې بې ثباتي زیاته کړي او افغانستان د ایران سره په ختیځ کې سرحد لري .

هغه وايي چې د افغانستان څخه د بهرنیو قواوو وتل تر ټولو غوره لاره ده چې امنیت تامین شي. د ایران د خارجه وزارت د ویاند څرګندونې د ایرنا رسمي خبري آژانس خپرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG