د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې افغانان له ناڅرګند برخلیک کړیږي


ایران افغانان د هرات د اسلام قلعه له لارې هیواد ته شړي.

ایران افغانان د هرات د اسلام قلعه له لارې هیواد ته شړي.

د آسوشیتید پرس د رپوټ له مخې هره میاشت د پنځویشت زرو په شاوخوا کې افغانان له ایران نه بیرته یو داسې هیواد ته ایستل کیږي چې هغوی یې په مشکله پیژني او راتلونکې یې هلته نامعلومه ده.

تاجی ګل حیدري یوه داسې افغانه ده چې هغه له خپلې کورونۍ نه بیله شوې ده او نپوهیږي چې په راتلونکې کې به څه ورته پیښ شي.

حیدري په ایران کې د خپلې استوګنې د ویزې له مودې نه زیاته پاتې شوه او کله چې هغه ولاړه چې خپله ویزه نوې کړي نو هغې د زیاتې جریې تمه درلوده.

خو ددې پر ځای، هغه د غیر قانوني مهاجرې په توګه ونیول شوه ، په یو موقتي مرکز کې وساتل شوه اوله سلګونو نورو افغانانو سره بیرته خپل وطن ته ولیږل شوه.

شپږویشت کلنې تاجي گل د فرانسپریس اژانس ته وویل چې له افغانستان ېې هغه وخت پریښود کله چې هغه یواځې نهه کلنه وه.

په ایران کې هغه یو خاوند او دوه ماشومان لري، او اوس له دریم ماشوم سره امیدوارره ده.

حیدري وویل "زما زوی څلور کلن دی او زما لور په دریم ټولګي کې ده. هغوی په ایران کې دي. زه دلته نشم پاتې کیدلای".

میرمن حیدري وویل چې د هغې خاوند ډیر هڅه وکړه چې هغه په ایران کې وساتي، خو ګټه یې نه درلوده. هغط وویل " زما ماشومانو وژړل، خو اغیزه یې نه درلوده. هغوی وویل زه باید افغانستان ته وشړل شم".

افغانان له ایران نه اسلام قلعه ته شړل کېږي. دا سرحدی لاره دافغانستان دهرات ولایت د ایران له خراسان ولایت سره نښلوی. پر دغه لاره چې لویدیز لور ته یې د یو سل او پنځلس کیلومترو په واټن د هرات شار پروت دی، د موټرو تګ راتګ لپاره زیاتره یو طرفه دی.

لویې لارۍ چې له کانکریټو، اوسپنې او تیلو نه بار وي، زیاتره ایران ته تشې راګرځي، ځکه چې افغانستان، چې د نړۍ له تر ټولو بې وزلیو هیوادونو کې شمېرل کېږی، بهرنۍ نړۍ ته د مصیبت ځپلو خلکو نه پرته نور لږ شیان د وړاندې کولو لپاره لري.

د مهاجرت د نړیوال سازمان چارواکی متیو ګریډن وايي چې له ایران نه په سلو کې تر لس پورې ستنیدونکي کسان آسیب پذیره ماشومان دي چې د دیارلسو او اوولسو ترمنځ عمرونه لري او په آسانۍ سره د انساني قاچاق کوونکیو ښکار کیږي.

هغه وویل " له شلو زرو نه تر پنځویشتو زرو کسانو پورې خلک ایستل کیږي، نږدې دیرش زره نور یې په طبیعي توګه ستنیږي، نو د دغو پنځه پنځوس زرو له جملې نه زمونږ په اټکل په سلو کې لس او یا شل یې مرستې ته اړتیا لري او مونږ یواځې د تر ټولو آسیب پزیرو او تر ټولو محتاجو کسانو له یو کم شمیر سره مرسته کولای شو."

ایران د افغانستان د شاوخوا هغواتو سوو زرو ثبت شویو مهاجرینو کوربه دی چې هغه وخت یې له خپل هیواد پریښود چې په ۱۹۷۹ کال کې پخواني شوروي اتحاد د یوکمزوري کمونیستي حکومت د ملاتړ لپاره پرې یرغل وکړ.

په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو نه وروسته، کورنۍ جګړه پیل شوه او بیا له ۱۹۹۶ م کال نه تر ۲۰۰۱م کال پورې د طالبانو رژیم نورې ناخوالې رامنځته کړې.

زیات کسان یې د ختیځې پولې له لارې پاکستان ته هم ولاړل چې هلته، د پاکستاني چارواکیو په وینا، یو اعشاریه شپږ میلیونه مهاجرین په قانوني توګه ژوند کوي.

ښاغلي ګریډن وویل "له بشري ټولنې او په افغانستان، پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو کې د حکومتونو له خوا کلکو هڅو ته اړتیا ده چې د هغوافغانانو اړیتاوې حل کړي چې له دغو پولو نه پورې راپورې سفرکوي، ترڅو خلک د ایستلو، استثمار او داسې نورو ورته ستونزو په لومو کې ونه نښلي."

څرنګه چې جګړه پای ته نده رسیدلې، زیاتره افغانان بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي ندي.

ددغو مهاجرینو ېو غټ شمیر، چی په ایران او پاکستان کې د مهاجرینو په توګه ثبت شوي دي، هغه کسان دي په همدغو هیوادونو کې زیږیدلي دي او په افغانستان کې هیڅ ریښې نه لري.

XS
SM
MD
LG