د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې ملاتړ کوو


ایران په اسلام اباد کې د سختدریځۍ او تفرقې په وړاندې د اسلامي هیوادونو د یو موټي کیدو غوښتنه وکړه

ایران په اسلام اباد کې د سختدریځۍ او تفرقې په وړاندې د اسلامي هیوادونو د یو موټي کیدو غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن پنجشنبې وویل هیواد یې په افغانستان کې د سولې د تینگښت او په سیمه کې د داعش د گواښ په وړاندې د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي ظریف دا څرگندونې په اسلام اباد کې په نړیوالو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز سره په یوې خبري غونډه کې وکړې.

"ایران په سیمه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سولې او د امنیتي همکاریو ملاتړ کوي. مونږ هیله لرو چې د افغانانو د سولې او پخلاینې بهیر زمونږ په اند د سختدریځۍ او تاوتریخوالي، په تېره د داعش له خوا د افراطیت په وړاندې د مبارزې اړتیا ده."

ښاغلي ظریف زیاته کړه چې په افغانستان کې د داعش د عناصرو د پرمختگ مخنیوی، چې د ټولې سیمې لپاره گواښ بلل کیږي کیدای شي په سیمه کې د ټولو هیوادونو له خوا ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په وینا ایران په سیمه کې سیمه ایزه همکاري غواړي او په خاصه توگه د دې گواښ په وړاندې د ایران، پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو هرکلی کوي.

د پاکستان او ایران د سرحدي مسله

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل چې د پاکستان او ایران تر منځ د سرحد مسله د مخدره توکو او نورو قاچاقبرانو له خوا چې د سختدریځو ډلو سره تړاو لري، نوره هم پیچیلې شوې ده.

ښاغلي عزیر زیاته کړه "نو ځکه مونږ باید د دغې مسلې ترڅنگ د سختدریځۍ او د مخدره موادو د قاچاق او غیرقانوني راکړې ورکړې د مخنیوي په برخې کې د دواړو اړخونو له خوا معامله وکړو. مونږ باید د خپل سرحد میکانیزم او سرحدي گزمه قوي کړو."

ښاغلي ظریف چې نن د لبنان او سوریې له سفر نه وروسته اسلام اباد ته ورسید، په پیل کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره لیدنه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلتیا باندې یې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ظریف د سرتاج عزیز سره په خبري غونډه کې وویل چې هغه له تهران نه د پاکستان او نورو گاونډيو هیوادونو سره د همکارۍ پیغام راوړی. ښاغلي ظریف وویل چې اوس یې هیواد د لویدیځو هیوادونو سره خپلې اړیکې سمې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه "اوس مونږ د لویدیځو هیوادونو سره پخپلو اړیکو کې یو غیر ضروري کړکیچ له منځه وړی دی او دې ته چمتو یو چې اوس خپلې سیمې ته پاملرنه وکړو او په حقیقت کې خپل پام هغو مسلو ته واړوو چې مونږ په دې سیمه کې متحد کوي او هغه د افراطیت، ترهگرۍ، تاوتریخوالي او تفرقې په وړاندې مبارزه ده."

یاده دې وي چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداگرۍ کچه په ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کلونو کې یو اعشاریه درې میلیارد ډالره وه خو په ایران باندې د نړیوالو بندیزونو له کبله دا کچه په ٢٠١٣ او ٢٠١۴ کلونو کې ٢١٧ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG