د لاس رسي وړ اتصالات

په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا تر منځ په دوه اړخیز امنیتي دفاعي او امنیتي تړون جنجال لا هم ادامه لري، افغانستان ګاونډي هیواد ایران ته نږدې شویدی. کارپوهان وایي د نوې دیپلوماسۍ نه ښکاري چې د افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به ایران په سیمې کې مهم رول ولري.

کله چې افغان ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ایران ته سفر کړی و، ایراني چارواکو یې د امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کولو کې د ځنډ ملاتړ وکړ.

یو شمیر کارپوهان وایي د دې نه معلومیږي چې افغان حکومت خپل ګاونډي هیواد ایران دیته پریږدي چې د سیمې په یو شمیر امنیتي مسایلو کې واک ولري. د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې یو تن مبصر تامس لاینچ پدې اړه داسې وایي:" دا چې 2014 کال رانږدې کیدونکی دی، نو پدې باندې کار روان دی چې په سیمې کې د تشدد د پای ته رسولو لپاره د سیمې په کچې هلې ځلې وشي. پدې کې امریکا خپلې ګټې، ایران خپلې ګټې او افغانان خپلې ګټلې لري. "

بل پلو یو شمیر نور کارپوهان بیا خبرداری ورکوي که چیرته افغان ولسمشر حامد کرزی د امریکا سره تړون لاسلیک نکړي او ټول نړیوال ځواکونه د هغه هیواد نه ووځي، نو ګاونډي هېوادونه به د دې پر ځای چې د افغانستان سره مرسته وکړي، دغه هیواد ته د سرخوږي سبب شي.

احمد مجیدیار چې په واشنګټن کې د امریکن انټرپرایز په انسټیټیوټ کې د سیمې په اړه معلومات لري. هغه پدې اړه داسي وایي :" افغان حکومت او امریکا تر اوسه هم د امنیتي تړون په لاسلیک کولو موافقې ته سره ندي رسیدلي، خو که چیرته ټول امریکایي او د ناټو عسکر د افغانستان نه ووځي، د دې خطر شته چې ګاوڼدي هیوادونه به بیا د 1990 لسیزې په شان په افغانستان کې لاس وهنه پیل کړي او د جنګي ډلو ملاتړ به وکړي. "

ریپوټ وایي ایران پدې خوښ دی چې امریکایي ځواکونه د افغانستان نه ووځي ځکه چې هغوي پدې هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون سره مخالف دي. خو د کارپوهانو په وینا دا ویره هم شته چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبانو ته بیا دا زمینه مساعده شي چې په کابل کې واک ته ورسیږي. او دا به نه یوازې افغانانو بلکه پخپله ایران ته هم ستونزې پیدا کړي.

ایران طالبان هم نه غواړي

د ملي دفاع د پوهنتون څخه ټامس لینچ بیا داسي وايي: ،،ایران د طالبانو سره د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پوري ډیر خراب وخت تیر کړی دی. نو دا ډیره واضیح ده چې ایرانیان د طالبانو بیرته قدرت ته راستنیدل نه غواړي. په عین وخت کې د امریکا حضور هم نه غواړي چې که د مستقیم برید سبب نشي کولای شي د ایران وضیعت وڅاري او داخلي مخالفتونه راوپاروي چې د ایران په خوښه نه وي.،،

تیره میاشت ایران د نړۍ د شپږو قدرتونو سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په برخه کې موافقې ته ورسیدی. خو د چارو کارپوه خلیل مجیدیار وايي چې د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې چې څه کېږي هغه باید په افغانستان کې پر پالیسیو باندي تاثیر وانچوي. هغه داسي وویل: ،،دا د امریکا او نړیوالې ټولنې دپاره ډیره مهمه مسله ده چې د ایران پالیسي د افغانستان د مسلې څخه جلا کړي ځکه افغانستان نور نشي کولای چې د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو دپاره د جګړې دریم ګړی میدان وګرځي. د امریکا، پاکستان او ایران ترمنځ ډیرې مشترکې ګټې موجودې دي. بنا دا ډیره مهمه ده چې د خپلو تفاوتونو برسیره د افغانستان په برخه کې د یوه بل سره همکاري وکړي.،،

د یادونې وړ ده چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه امنیتي تړون په هکله خبرې روانې دي او واشنګټن هیله لري چې د امریکايي قواوو محدود حضور به د کابل او سیمه ایزو هیوادونوسره د اړیکو په ښه والي کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG