د لاس رسي وړ اتصالات

د ظاهر قدیر ملېشې د حکومت په چوکاټ کې شوې


په ننګرهار کې د ظاهر قدیر دغو ملېشو څه موده وړاندې د داعش د ځينو مشکوکو غړو سرونه هم پرې کړي وو.
په ننګرهار کې د ظاهر قدیر دغو ملېشو څه موده وړاندې د داعش د ځينو مشکوکو غړو سرونه هم پرې کړي وو.

دولسي جرګې دلومړي مرستیال ظاهر قدیر ملېشې، چې هغه یې پاڅون کوونکي بولي، له دې وروسته به د حکومتي ځواکونو په چوکاټ کې ددولت له مخالفو وسله والو سره جګړې ته دوام ورکوي.

دظاهر قدیر پلوو سلګونو دغو وسله والو اوس مهال په اچین او نازیانو ولسوالیو کې خپلې مورچې ټینګې کړي او وايي غواړي دشینوارو په ټولو سیمو کې دداعش او طالبانو پر ضد جګړه وکړي.

دغه وسله وال نن په نازیانو ولسوالۍ کې دحکومتي چارواکو او قومي مشرانو په شتون سره دولتي چوکاټ ته ورداخل شو او له دې وروسته به دسیمه ییزو پولیسو په بڼه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرازد، چې په همدې تړاو یې یوې لویې غونډې ته خبرې کولې وویل، دا زر وسله وال به په ښه ډول سمبال کړي.

نوموړي وویل"ددغو پاڅون کونکو اکمالات به دولت کوي او هغه کمی،چې په نورو امنیتي ادارو کې وي، دغه پاڅون کونکي به په هغو سیمو کې ځای پر ځای کوو؛خو تر هغه وخته به دغه کسان خپلې سیمې ساتي او دحکومت په امر به کار کوي."

چارواکو ویلي، چې دغه پاڅون کونکېبه ولکولی شي په سیمه کې دامنیتي حالاتو په سمون او داعش ډلې دلمنځه وړلو په مسله کې رغنده رول ولوبوي.

دننګرهار دملي امنیت ادارې رییس برید جنرال دادمحمد حریفي وویل ، دا وسله وال به په هغو سیمو کې ځای پر ځای کړي،چرته چې اړتیا لیدل کېږي.

هغه وویل" دوی ته به نوي محلات او نوي مرکزونه جوړ کړي او هغوی کې به ځای پر ځای شي."

خو په وسلو سمبال دغه پاڅون کونکي وايي تر هر څه وړاندې به دداعش له ډلې سره جګړه توده ساتي.

اوس مهال دننګرهار په اچین، نازیانو،هسکې مېنې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې دداعش ډله تر ډېره برلاسې ده او تمه کېږي،چې حکومتي اډانې ته ددغو غېرو مسولو وسله والو په داخلیدو به دداعش ملا یو څه ور ماته کړي.

دوه میاشې وړاندې دظاهر قدیر پلوو سلګونو وسله والو په اچین او نازیانو کې دداعش خلاف دجګړې لپاره ځانونه ځای پر ځای کړل او څه موده وړاندې دغو وسله والو په اچین ولسوالۍ کې له څلورو کسانو سره هم پرې کړل چې ددوی په باور دداعش دډلې غړي و.

دغې مسلې په حکومتي کچه غبرګونونه راوپارول او ان ولسمشر ددغې مسلې دڅېړلو په موخه یو پلاوی وټاکه،چې دظاهر قدیر دمېلشو دا عمل په کره توګه وڅېړي.

دننګرهار اچین هغه سیمه ده،چې دداعش ډلې پکې دلومړي ځل لپاره سر راپورته کړی، اوس مهال په دغه سیمه کې بې پیلوټه او دافاع وزارت چولکو خپلې بمبارۍ هم توندې کړي حکومتي اداره وايي ژر ده،چې په شینوارو کې دداعش ډلې ټغر ور ټول کړي.

XS
SM
MD
LG