د لاس رسي وړ اتصالات

د جهادي او ملي گوندونو عالي شورا جوړه شوه


د دې شورا غړي ټینگار کوي چې هدف یې پوځي خوزښتونه نه بلکې سیاسي او مدني حرکتونه دي.

د دې شورا غړي ټینگار کوي چې هدف یې پوځي خوزښتونه نه بلکې سیاسي او مدني حرکتونه دي.

د افغانستان یو شمیر سیاسي گوندونو نن په کابل کې په یوه غونډه کې د افغانستان د جهادي او ملي گوندونو د عالي شورا د جوړیدو اعلان وکړ او د نورو گودنونو نه یې هم وغوښتل چې د دوی په لیکه کې ودریږي.

د دې شورا غړي چې پخواني جهادي مشران دي وایي چې د دې شورا د جوړیدو هدف د امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په وړاندې مبارزه ده.

د دې شورا غړو د پنجشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ غونډه کې د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې له جگړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

پدې شورا کې جبهه نجات ملی، جمعیت اسلامي، محاذ ملي، د حزب اسلامي څخه جلا شوې ډلې، د کریم خلیلي حزب وحدت او د حزب انقلاب اسلامي په گډون اته گوندونه غړیتوب لري.

د افغانستان د جهادي او ملي گوندونو د عالي شورا غړي وايي چې ناامنۍ او د هیواد اوسني آزمونونه د پلو له اخوا په ځانگړې توگه بعضاً له گاونډیو هیوادونو څخه سرچینه اخلي.

د دې شورا غړو ټینگار وکړ چې د هغوی هدف پوځي خوزښتونه نه بلکې سیاسي او مدني حرکتونه دي.

د اصلاحاتو او ښه حکومتدارۍ په برخه کې د افغانستان د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود په دې شورا کې د خبرو پر وخت وویل "دا ډیره مهمه ده چې مونږ په هیواد کې یو سیاسي بنسټ رامنځ ته کړو، او زه باور لرم چې زمونږ جهادي شخصیتونه او مشران او سیاسي نخبه گان دا توان لري چې د هیواد سیاسي وضیعت ته بدلون ورکړي او پراخ بنسټه سیاسي گوندونه رامنځ ته کړي چې وروسته له هغه به سیاسي مشراکت په هیواد کې د سیاسي گوندونو له لارې رامنځ ته شي."

هغه وایي چې د افغانستان ټول گوندونه او خلک باید د اوسنیو چلنجونو د لېرې کولو لپاره د قومي او ژبنیو مسایلو څخه پرته سره لاس ورکړي او متحد شي.

همداشان جهادي مشر صبعت الله مجدي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او ویې ویل " مونږ د افغانستان د اوسني وضیعت، بهرنیو لاس وهنو او ورانکاریو چې زمونږ په هیواد کې روانې دي دې ته اړ کړو چې جهادي مشران لاس ونه سره یو کړي."

XS
SM
MD
LG