د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د کڼړ د محکمې ریْس وژلی دی

Des manifestants devant la Cour suprême au moment où ses neuf juges écoutaient les arguments pour et contre la mesure dite Proposition 8. Approuvée par les électeurs californiens, celle-ci interdit le mariage homosexuel en Californie.

اسوشیټد پرس خبري اژانس د یوه افغان حکومتي مامور له قوله رپوټ ورکوي چې وسله وال کسان، د افغانستان په ختیځ کې د یوه ایالتي قاضي په کور ورننوتي دي ، قاضي، او د هغه خوره یی یې وژلی دی.

مقاماتو ویلي دي چې داد افغان حکومتي مامورینو د وژلو تازه پیښه ده. د خوگیاڼو ولسوال محمد حسن وویل چې محمد ناصر د کنړد ولایت د استیناف د محکمی ریس، د شنبې په شپه د ننگرهار په ولایت کې د خپل خسرکورته تللی و چې ټوپک والاوو ورباندې ډزی وکړې . ناصر او اته کلن خوره یی ، یی دواړه ووژل شول.

د کنړ د ولایت د روغتیایي چارو سلاکار سید حنیف وویل چې

د ناصر ښځه او پنځه ماشومان یی زخمي شویدی اود روغتون مسولین وایی، د دوه ماشومانو حالت یې خراب دی.

حسن ویلي دي چې هغه فکرکوي چې وسلوالو ناصرځکه وژلی دی چې حکومتي سړی و. یاغی طالبانو په دې اخرو کالونو کې سلگونه افغان حکومتی مامورین اود هغوي پلویان د دی دپاره قتل کړیدي چې د ولسمشر کرزي حکومت بې اعتباره کړي.

XS
SM
MD
LG