د لاس رسي وړ اتصالات

د بگرام په ځانمرگي برید کې شپږ بهرني سرتیري ووژل شول


تر اوسه ددې پیښې د قربانیانو هویت نه دی په ډاگه شوی
تر اوسه ددې پیښې د قربانیانو هویت نه دی په ډاگه شوی

په موټر سایکل سپور یو ځانمرګي برید کوونکي نن په بګرام کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډه ګزمه په نښه ده او لږ تر لږه شپږ بهرني سرتیري يې ووژل.

په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي مسؤل د امریکا غږ ته وویل چې په دې پیښه کې درې نور بهرني سرتیري ټپیان شوي هم دي، خو د قربانیانو د هویت په هکله یې جزئیات ور نه کړل.

په کابل کې د ناټو مرکزي دفتر هم دا برید تائید کړی او ویلي یې دي چې د بگرام هوایي اډې ته نژدې د شوي برید په په اړه پلټنې روانې دي.

د بگرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وویل چې په دې برید کې چې د دوسنبې د ورځې له غرمې وروسته د بگرام هوایي ډگر ته نژدې وشو شپږ نور سرتیري ټپیان شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل تویتر کې په یو خپور شوي پیغام کې د پیښې مسوًیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یې ۱۹امریکایي سرتیري وژلي شوي او یو شمیر ټپیان شوي دي.

د بگرام هوایي اډه د کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو یوه عمده مرکز دی چې شاو خوا ۹۸۰۰ سرتیري په کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG