د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل کندهار د لارې د امنیت لپاره نوي پولیس ګمارل کیږي


د کابل- کندهار لویه لار، مرکز د لویدیځ او جنوب له ولایتونو سره نښلوي.
د کابل- کندهار لویه لار، مرکز د لویدیځ او جنوب له ولایتونو سره نښلوي.

افغان امنیتي مقامات وايي چي په جنوب کې به د کابل – کندهار د لويې لاري د امنیت ساتلو لپاره نوي ګامونه واخلي.

پر دغې لارې په وروستیو کې لسګونه مساپر تښتول شوي او یو شمېر یې وژل شوي دي؛ په تر ټولو وروستۍ پېښې کې تېره اوونۍ یو شمېر وسله والو نهه مسافر وتښتول.

پر دې سربېره د افغان حکومت وسله وال مخالفان وخت ناوخت دغه لار تړي، خلکو او حکومت ته سرخوږی جوړ کړی دی.

خو اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال مسعود عزیزي وايي چې په دې اړه يې نوي پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به د پولیسو نوې پوستې جوړې شي.

په همدې حال کې د ۴۰۴ میوند زون د پوليسو قومندان نبي جان ملاخیل وايي چې د زابل په اړوندو سیمو کې به د کابل – کندهار د لويې لارې د امنیت ساتلو لپاره سلګونه نوي پوليس ځای پر ځای کړي.

هغه وايي" امنیتي مشکل د زابل لویه لار ده په نږدې راتلونکې يې شهرا ته نوی تشکیل منل شوی هغه به نوی کنډک ځای پر ځای شي، مخکې هم یو وخت دا مسئولیت زما و زه ښه پوهیږم چي په کومو ځایونو کې نوې پوستې جوړې کړم."

پوليس مقامات وايي چي په زابل او اروزګان ولایتونو کې به د پولیسو تشکېلاتو ته په کتو د موجوده پوليس سرتیرو جاج اخلي او دهغو کسانو په وړاندي به جدي ګامونه پورته کړي چي پدې برخه کې پړه وپيژندل شي .

د کورنیو چارو وزارت په جنوب کې د ۴۰۴ میوند زون د پوليسو د قومندان په شمول تازه د اروزګان او هلمند ولایتونو لپاره هم نوي امنیه قومندانان ټاکلي دي .

تمه ده چي پدې کار سره به د پوليسو ترمنځ همږغي پیاوړې او امنیتي ستونزو ته به پر وخت اغېزمن جواب وویل شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG