د لاس رسي وړ اتصالات

غني د کندهار د پیښې موندنې له اماراتو سره شریکې کړې


د کندهار د والي پر میلمستون باندې په حمله کې د متحده عربي اماراتو د پنځو دیپلوماتانو په گډون ١٣ تنه ووژل شول
د کندهار د والي پر میلمستون باندې په حمله کې د متحده عربي اماراتو د پنځو دیپلوماتانو په گډون ١٣ تنه ووژل شول

بریتانوي، اماراتي او افغان کارپوهانو د کندهار د والي په میلمستون کې د مرگونې پیښې په هکله پلټنې کړې دي.

د افغانستان جمهور رئیس متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر (۱۱-۱۲ فبرورۍ) په ترڅ کې د کندهار د پیښې د پلټنو لومړنۍ نتیجې د متحده عربي اماراتو له مقاماتو سره شریکې کړې.

په هغه حمله کې چې د جدي د میاشتې په ٢٠ د کندهار د والي پر میلمستون وشوه د متدحده عربي اماراتو د پنځو دیپلوماتانو په گډون ١٣ تنه ووژل شول او په کابل کې د هغه هیواد سفیر ټپي شو.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د امریکا غږ ته وویل "ددې سفر یوه برخه د هغو دیپلوماتانو له کورنیو سیره لیدنه کتنه وه چې د کندهار په تروریستي حمله کې شهیدان شوي او د هغوی یو شمیر کورنیو ته مدالونه هم وکړل شول".

د ښاغلي مرتضوي په وینا د افغانستان جمهور رئیس د کندهار حملې د پلټنو لومړنۍ نتیجې او موندنې د متحده عربي اماراتو د ولیهد سره هم شریکې کړې، خو هغه د ددې پلټنو د جزییاتو په هکله څه ونه ویل. د ښاغلي غني دغه ویاند د کندهار برید "ډیر پیچلی" وگاڼه.

د افغانستان حکومت، په افغانستان کې میشت د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت، او د متحده عربي اماراتو حکومت د کندهار د حملې په پلټنو کې دخیل دي.

د کندهار له برید نه یوه ورځ وروسته د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، خبریالانو ته وویل چې د کندهار د والي د میلمستون په چاودنه کې د داسې موادو نه استفاده شوی وه چې له بهر نه افغانستان ته انتقال شوي وو او داسې مواد دمخه په هیواد کې نه وو لیدل شوي.

که څه هم چې طالبانو ددې حملې مسولیت نه دی منلی خو ښاغلي اتمر ادعا وکړه چې د طالبانو ډله د بهرنیو کړیو په امر د کندهار د حملې مسوله ده.

ښاغلي اتمر هغه وخت وویل ددې دلیل چې طالبانو ددې حملې مسولیت نه دی منلی دادی چې هغوی "نه غواړي مسلمان هیوادونه هغوی ته په بده سترگه وگوري".

XS
SM
MD
LG