د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال رازق: بریدگرو وسلې د هوایي ډگر دننه ترلاسه کړي


جنرال عبدالرازق وایي په وژل شویو ملکي کسانو کې ۱۵ ښځي او ماشومان او په ټپي ملکیانو کې ۱۴ ښځي او ماشومان شامل دي.
جنرال عبدالرازق وایي په وژل شویو ملکي کسانو کې ۱۵ ښځي او ماشومان او په ټپي ملکیانو کې ۱۴ ښځي او ماشومان شامل دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې د کندهار په هوايي ډګر باندې برید کوونکو وسلې دننه په هوایي ډګر کې ترلاسه کړي دي. د هغه په وینا بریدگر د مزدورکارانو په جامو کې د هوایي ډگر ساحې ته ننوتلي دي.

جنرال عبدالرازق زیاته کړه چې " لومړني تحقیقات ښي چې برید کوونکو له هغو کسانو څخه وسلې ترلاسه کړي چې پخوا يې د کندهار په هوايي ډګر کې په امنيتي کمپنۍ کې دنده لرله او اوس دا کمپنۍ منحل شوې ده."

جنرال رازق وويل په دې هکله تحقیقات دوام لري چې د برید کوونکو سره مرسته کوونکي کسان په نښه او په وړاندي يې قانوني اقدامات وشي.

د کندهار د هوایي ډگر د پرونۍ خونړۍ پېښې د تلفاتو په اړه جنرال عبدالرازق وويل چې " په پېښه کې ۳۷ ملکي کسان او ۳ تنه هم امنیتي کسان وژل شوي، ۳۳ تنه ملکي کسان او ۷ تنه هم نظامي کسان ټپیان شوي دي."

هغه وویل چې په وژل شویو ملکي کسانو کې ۱۵ ښځي او ماشومان او په ټپي ملکیانو کې ۱۴ ښځي او ماشومان شامل دي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي چې د هغه ښځو او کوچنیانو بدل به اخلي، چي پرون د هوايي ډګر په برید کې ځانمرگو وسله والو وژلي او ټپيان کړي دي " زه به می د خپلو خویندو او هغو معصومو او بې ګناه ماشومانو انتقام له نامرده دښمن څخه حتمي اخلم، او ژر."

د کندهار د هوایي ډگر د برید د ورانیو ویدیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست محمد محصوم ستانکزی نن ددې پېښي د حقیقت موندې لپاره کندهار ته راغلی، خو له خبریالانو سره يې ونه لیدل.

د سر ډیر زیان د هوايي ډګر په احاطه کې دننه د اولیه خوارکي توکو په کوچني بازار او د هوايي بلاکونو په فامیلیو کې رامنځ ته شوی دی.

د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ امنیتي حالات

له بلې خوا د هلمند په جنوب کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې د خانشین ولسوالۍ پرون د دولت وسله والو مخالفینو تر سختو جگړو وروسته ونیوله. ددې ولسوالۍ له سقوط وروسته د هلمند د ولایتي شورا غړو وویل که دولت د خانشین ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره جدي او ژر ګامونه وانخلي ممکن د دې ولایت ګرمسېر او ناوه ولسوالي هم له ستر ګواښ سره مخ شي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی او د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر د امریکا غږ ته وويل چې د کاغذ پر مخ په هلمند کې ۳۸ زره عسکر موجود دي، خو ممکن یو پر دریمه يې شتون ولري.

د رپوټونو له مخې دم ګړی د هلمند په شمال کې د نوزاد او موسی کلا ولسوالیو مرکزونه هم د دولت د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي.

د هلمند ولایتي مقامات د خانشین ولسوالۍ په اړه څه نه وايي، خو د هلمند د والي ویاند دا مني چي په خانشین ولسوالۍ کې جګړه شته خو دا چي د ولسوالۍ پر مرکز څوک واکمن دي؟ په اړه يې له نظر ور کولو څخه ډډه کوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG