د لاس رسي وړ اتصالات

د څلورو سویلي ولایتونو استازي لویه جرګه غواړي


جرګه والو وويل لويه جرګه کولای شي د هیواد اوسنی حالت د سمون خواته راوګرځوي.

جرګه والو وويل لويه جرګه کولای شي د هیواد اوسنی حالت د سمون خواته راوګرځوي.

د پنجشنبې په ورځ د څلورو جنوبي ولایتونو، کندهار، زابل، هلمند او ارزگان د ولایتي شورا ګانو د ګډې غونډې گډون کوونکو وویل چې د هیواد عمومي وضعیت کړکیچن دی او د ملي يووالي حکومت باید د خپلې ژمني سره سم په دوو کالو کې دننه لویه جرګه را وغواړي.

د دغو ولایتونو د ولایتي شورا ګانو ګډه شورا دا هم وایي چي د ملي يووالي حکومت له دوو کالو وروسته خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

ددې گډې شورا په غونډه کې سناتور زلمي زابلي وویل "دا حکومت قانوني ندی، وعدي را سره کوي خو موږ خطا باسي. د ملي وحدت حکومت د خپل کار په شروع کې د لويې جرګې د جوړیدو وعده کړې وه، نو مخکې له دې چي حکومت خپل مشروعیت په مکمله توګه له لاسه ورکړي، زموږ ټینګار پر دې دی چي لویه جرګه دې پر خپل ټاکلي وخت را وغوښتل شي".

جرګه والو وويل لويه جرګه کولای شي د هیواد اوسنی حالت د سمون خواته راوګرځوي.

امنیتي ستونزې او خراب اقتصاد دوه نور هغه مهم ټکي وو چې د جنوبي ولایتونو د ولایتي شورا ګانو غړو ورباندي خپله اندېښنه وښودله.

د کندهار د ولایتي شورا غړي او ولسي مشران وايي چي په کندهار کې نسبي امنیت د ولسونو د مټو په زور ساتل شوی او حکومت ندی توانیدلی چي په هلمند، ارزګان او زابل کي ورځ تر بلې خرابیدونکی امنیتي حالت سم کړي.

د غونډې گډون کونکی غني توخي وویل "حکومت دې له زابل، هلمند او ارزګان څخه کندز نه جوړوي".

دغ ولسي استازو وويل چې د ملي يووالي حکومت له کندهار سره د برېښنا په ګډون د اقتصادی پروژو په عملي کولو کې پاته راغلی او په توله کې دغو ولایتونو ته حکومت سمه پاملرنه نکوي.

د زابل د ولایتي شورا منشي اسدالله کاکړ د غونډې درې ماده ییز پریکړه لیک ولوست او ویې ویل "پر مرکزي حکومت باندي ږغ کوو چي نور دې زموږ حوصله نه ازمايي او زموږ حقوق دې را کړي که نه بیا به مو څوک نشي قرارولای".

دا په جنوبي ولایتونو کې په تیرو دوو کلونو کې د خپل ډول لمړنی ستره غونډه ده چې د ولایتي شورا ګانو له لوري را بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG