د لاس رسي وړ اتصالات

د احمد ولي کرزي په فاتحه کې خونړﺉ چاودنه وشوه


د احمد ولي کرزي په فاتحه کې خونړﺉ چاودنه وشوه

د احمد ولي کرزي په فاتحه کې خونړﺉ چاودنه وشوه

حکومتي چارواکي وايي، په کندهار کې په هغه جومات کې یوه ځان وژونکي خپل بم وچوه چې د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي د وژل شوي ورور، احمد ولي کرزي، فاتحه په کې اخیستل کېده.

په پیښه کې ۴ تنه وژل شوي دي.

نننئ چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د افغانستان د مرکزي حکومت وزیران او د کندهار د ولایت لوړپوړي ماموران په جومات کې موجود وو.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې په وژل شویو کسانو کې د کندهار ولایت د اسلامي شورا رییس، حکمت الله حکمت او درې تنه نور ملګري یې شامل دي.

د کندهار ولایتي چارواکیو وویل چې په چاودنه کې ١٥ کسان زخمیان شوي دي. په زخمي شویو کسانو کې د پارلمان یو غړی بسم اله افغانمل شامل دی.

سمدستي لا هیچا د نننئ چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا چاودنه یوه ورځ وروسته د هغې وشوه چې ښاغلي کرزي د زرګونو خلکو په ملتیا په کندهار کې د خپل ورور د جنازې او خاورو ته د ورسپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ. احمد ولي کرزی چې د کندهار د ولایتي شورا رییس و، د سه شنبې په ورځ په کندهار کې پخپل کور کې د خپل امنیتي ساتونکي له خوا ووژل شو.

قاتل چې د سردار محمد په نامه پیژندل شوی، د احمد ولي کرزي ساتوونکو ځای پر ځای وویشته.

طالبانو د احمد ولي کرزي د وژلو مسولیت په غاړه اخیستلی دی خو د حکومت ماموران وايي چې دا خبره تر اوسه پورې په پوره توګه څرګنده نه ده چې ایا احمد ولي واقعا د طالبانو په وینا وویشتل شو او که د خپلې کومې کورنئ شخړې له امله وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG