د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی دوختي ټولټاکنو پر امکان غور کوي


رپوټونه وايي چې کیدلی شي چې افغانستان دوختي ټولټاکنو پر امکانات باندي غور وکړي چې په لړ کې یې داخبره یقیني شي چې افغانان هغه وخت درایو اچولو حوزو ته نه وي روان چې بهرنۍ قواوې له افغانستان څخه دوتلو په حال کې وي.

ښاغلي کرزي دا خبره، په هغه خبري کنفرانس کې چې نن د پنجشبنی په ورځ یې د ناټو له عمومي منشي فاغ راسموسن سره درلود وکړه. نوموړي د انتخاباتو د پیل کولو امکانات د ۲۰۱۴ کال پرځای په راتلونکې کال کی بیان کړل. ښاغلي کرزی وویل هغه ددې خبری پر امکاناتو له خپلو نژدې همکارانو سره بحث کړی خو تر اوسه پوري یې لا کومه پرېکړه نه ده نیولې.

دافغانستان له اساسي قانون سره سم د ښاغلي کرزي د جمهوری ریاست موده په 2014 م کال کې په داسي وخت کې پاې ته رسېږي چې نړېوالې قواوې به د پلان شوي مهال وېش سره سم له افغانستان څخه وزي. په دې برخه کې دا اندېښنه موجودې دي چې په داسي حال کې انتخابات کول چې افغان قواوې د ټول هېواد امنیت په غاړه اخلي ددې امکان منځته راوستلی شی چې دغه هېواد له ډېر فشار سره مخ شي.

رپوټ وايي چې ښاغلي کرزي دویم ځلي انتخابات د پنځه کلونو لپاره په 2009 م کال کې وگټل . دافغانستان اساسي قانون هغه ته اجازه نه ورکوي چې د دریمې دورې دپاره بیا په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

د ناټو عمومي منشي، نن د جمهور رئیس کرزي سره تر لیدلو وړاندې د افغان ځواکونو روزل شوي کوماندو ولیدل او په ډې ډاډه شو چي د مسؤلیتونو د انتقال بهیر به په خپل ټاکل شوي وخت بشپړ سي.

په دې ترڅ کې جنرال شیر محمد کریمي د اندرس فاغ راسموسن هرکلی وکړ. راسموسن د افغان ځواکونو د شمیر په اړه هم مهمې خبرې وکړې.

ناټو وایي د افغانستان د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال پروسه د ټاکل شوي مهال ویش سره سمه روانه ده او د ٢٠١۴ تر پایه به د ټول افغانستان مسؤلیت افغانانو ته وسپارل شي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن دا هم وویل چي افغان ځواکونه به دوه زره دیارلسم کال تر نیمایي پوري د ټولو عملیاتو رهبري واخلي او نړیوال ځواکونه به حمایوي او روزنیز پروگرامونه په مخ بیايي.

راسموسن وویل د افغانستان امنیتي ځواکونه ورځ په ورځ غښتلي کیږي، اوس دغه ځواکونه د ایساف د ځواکونو په ټولو ځانگړو عملیاتو کي برخه اخلي او څلویښت فیصده عملیات افغان ځواکونه رهبري کوي. هغه زیاته کړله چې په همدې خاطر دی هیله من دی چي هدف به ترلاسه کړی شي.

اوس مهال د افغانستان د امنیتي ځواکونو ټول شمیر درې سوه دیرش زره دی او د روان کال تر پایه به درې سوه دو پنځوس زره شي. دا په داسي حال کې ده چې په راتلونکو پنځو میاشتو کي دیرویشت زره امریکایي عسکر له افغانستان نه وځي چې په لړ کې به یې یواځي اته شپیته زره امریکايي عسکر په دې هیواد کې پاتي شي.

پردی سر بېره ، په افغانستان کي د کوماندو ځواکونو نهه کنډکه روزل شوي دي چې شمیر یې اته زره او نپځه سوه سرتیرو ته رسیږي. ددې ترڅنگ پنځه سوه کوماندو د خاصو ځواکونو په کنډک کي ځای پر ځای دي.

ېوبل رپوټ وايي دمرگ ژوبلو د پېښو په ترڅ کې د افغانستان په شمال او ختیځو برخو کي په بیلا بیلو پیښو کي ، د ناټو دوه عسکر او یو افغان حکومتي چارواکي وژل شوي دي. ناټو وایي چی د دوي دوه تنه عسکر د افغانستان په شمال کې وژل شوي دي. یو یې د سړک د غاړي په ښخ شوي بم باندی لګیدلی او بل یې د افراطیانو په یوې حملی کې وژل شوی.

د لغمان ولایت د والي د دفتر یوه ویاند، سرحدي ځواک، خبریالانو ته وویل چې نن د دولت شاهي ولسوالۍ ، ولسوال هغه وخت ووژل شو چې موټر سایکل ېې د سړک پرغاړه په ېوه بم وربرابر شو. ولسوال خپل د کار دفتر ته روان و. دیوه ښوونځي سرمعلم هم ورسره سپور ؤ.

XS
SM
MD
LG