د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی او په افغانستان کي د امریکایي قواو قوماندان جنرال ( ډیویډ پیټریاس ) د کندهار ولایت چي ائتلافي قواوو هلته لوی عملیات شروع کړي دي، ګوري.
په افغانستان کي د امریکا سفیر ( کارل ایکینبیري ) هم په دې سفر کی د دوی ملګری دی. ویل کیږي د افغانستان جمهوررئیس به نن د شنبې په ورځ ددغه ولایت د مشرانو سره وګوري او د خپل حکومت او د بین المللي قواو د پاره به د هغوي ملاتړ وغواړي.
ناتو او افغان قواوي کوشش کوی چی یاغي طالبان د کندهار نه چي د هغوی کلک مورچل دی وباسي او ددې د پاره یې د ( ښامار د حملې ) په نامه نظامی عملیات پیل کړي دي.
په عین حال کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي د برتانیې هغه تبعه چې د یوې خیریه موسسې لپاره یې کار کاوه او د سپټمبر د میاشتې په 26 مې په کنړ ولایت کې د خپلو دریو تنو افغان کارکونکو سره یو ځای تښتولې شوې وه، د ژغورنې په عملیاتو کې د تښتونکو لخوا وژل شویده.
د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هاګ نن د شنبې په ورځ په یوې اعلامې کې د میرمن لنډا نورګروف وژل تائید کړل او د هغه په وژل کیدو باندې یې ژور خپګان څرګند کړیدی.
له بلي خوا د ایټالیا د دفاع د وزارت یوه نطاق جنرال ( ماسیمو فوګاري ) ویلي دي چي د افغانستان په لویدیځ کي په یوه حمله کی څلور ایټالوي عسکر وژل شوي او یو بل زخمي سوي دي. هغه ویلي دي چي ددغو عسکرو د موټرو کتار او ل د سړک په غاړه د بم په چاودنه کي را گیر سو او وروسته یاغیانو ډزي پر وکړې.
د ایټالیا صدراعظم ( سیلویو برلاس کاني ) وویل چي دی ددغي پټی حملې له کبله خواشیني سوی دی.
ایټالیا په افغانستان کي ٣۴٠٠ عسکر لري چي زیاتره یې د هغه ملک په لویدیځ کي اچول سوی دي.