د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اروپا د امنیت د تنظیم په غونډه کې


افغانستان د اروپا د امنیت د تنظیم په غونډه کې
افغانستان د اروپا د امنیت د تنظیم په غونډه کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د اروپا د امنیت پر یوه تنظیم غږ کړی چې د افغانستان د ثبات او په نړۍ کې د بشري حقوقو له مدافعینو سره مرسته زیاته کړي.

د میرمن کلینټن دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د نړۍ مشران د اروپا د امنیت او همکارئ د تنظیم په غونډه کې د گډون لپاره نن د قزاقستان پایتخت آستانې ته راټول شوي دي.

دا په تیرو ١١ کلونو کې د ٥٦ ملکونو ددغه تنظیم لومړنۍ د لوړې سطحې غونډه ده.

د افغانستان په اړه میرمن کلینټن وویل وویل، د اروپا د امنیت او همکارئ تنظیم کولای شي ددغه ملک د سرحدونو د امنیت، د مخدره موادو سره د مبارزې، د سوداگرئ د او اقتصاد د پرمختگ او د ملي ادارو د تقویه کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

هیلري کلینټن،د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې: "افغانستان یوازنی بحران نه دی چیرې چې دغه تنظیم باید زیاته مرسته وکړي. په اصل کې دغه تنظیم باید ددې وړتیا پیدا کړي چې خپل منځي بحرانونو ته هم په ښه توگه د حل لاره پیدا کړي"

غونډې ته په خبرو کې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هم د خپلو لاسته راوړنو خبره وکړه.

حامد کرزی،د افغانستان جمهور رئیس: "د درې لسیزو جگړې او تباهئ وروسته افغانستان اوس د خپل سیاسي، اجتماعي او اقتصادي ژوند یوې نوې مرحلې ته داخل شوی دی چې د اروپا د امنیت او همکارئ تنظیم اکثره ملکونه زموږ د بیارغونې، ظرفیت سازئ او مخدره موادو ضد هلوځلو سره مرسته کوي. افغانستان توانیدلی دی چې خپل اقتصاد پر پښو ودروي، ادارې تقویه کړي او زیربنا ورغوي".

د نړۍ نورو مشرانو هم ددغه غونډې نه د ښو نتیجو تمه وښوده.

بان کیمون، د ملگرو ملتونو عمومي منشي:"لږ موده پخوا، چا باور کاوه چې ددغه پراخې سیمې خلک به پخپلو کې دومره نږدې اړیکې پیدا کړي. په دې جریان کې، ستونزې څرگندې دي".

د اروپايي اتحاد رئیس هرمن وان رامپویي وویل، د اروپا د امنیت او همکارئ تنظیم اوس درې لویې وچې احتوا کوي.

هرمن وان رامپویي،د اروپايي اتحاد رئیس: "زمونږ اتحاد تر پخوا هر وخت ډیر قوی شوی دی. زموږ پیغام یو دی".

د اروپا د امنیت او همکارئ تنظیم په ١٩٧٠م کال کې ددې لپاره جوړ شو چې د ساړه جنگ د وخت د متخاصمو ملکونو تر منځ اړیکې بهتره کړي.

دا یوازنی سیمییز امنیتي تنظیم دی چې امریکا او روسیه دواړه یې غړي دي.

دغه غونډه په داسې حال کې کیږي چې ویکي لیکس ٢٥٠ زره محرم ډیپلوماتیک اسناد خپاره کړي دي چې په دغو اسنادو کې د نړۍ د ډیرو هغو مشرانو د شرموونکي خبرې شاملې دي، چې په دې غونډه کې یې د گډون تمه کېده.

قزاقستان ټینگار کوي چې د سیمې د ثبات او پیاوړتیا د یوې قوې حیثیت لري.

XS
SM
MD
LG