د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او قزاقستان درې تړونونه لاس لیک کوي


د جمهور رئیس په توگه دا قزاقستان ته د ښاغلي غني لومړنی سفر دی.
د جمهور رئیس په توگه دا قزاقستان ته د ښاغلي غني لومړنی سفر دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر قراقستان ته ولاړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي وایي جمهور رئیس غني به د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربایف او د هغه هیواد د صدراعظم کریم ماسیموف سره وگوري. د هغه په وینا جمهور رئیس غني به د نظربایف په پوهنتون کې محصلینو ته وینا هم وکړي.

د رپوټونو له مخې د ښاغلي غني د سفر په ترڅ کې به افغانستان او قزاقستان د اقتصادي سکتور په گډون یو شمیر تړونونه هم لاس لیک کړي.

د ارگ یوه اعلامیه وایي په پام کې ده، چې افغانستان او قزاقستان له اداری فساد سره د مبارزې، د حکومتوالۍ او ډیپلوماسي او د غنمو د پېرېدلو درې سندونه لاسلیک کړي.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني، د ملي امنیت عمومي رئیس انجینر رحمت الله نبیل، د جمهور رئیس اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار شاکر کارګر، پېښو ته د رسیدګي په چارو کې د دولت وزیر انجینر ویس احمد برمک او د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي ملګرتیا کوي.

جمهور رئیس غني به د افغان او قزاق سوداگرو په یوه غونډه کې گډون وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي اړیکو پر پراختیا به خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی غني به د جمعې په ورځ بیرته هیواد ته راستون شي.

XS
SM
MD
LG