د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د کرېکټ یو معیاري لوبغالی جوړ شو


دغه لوبغالی په ۱۶ جریبه شخصي ځمکه کې او د لسو میلیونه افغانیو په شخصي لکښت جوړ شوی دی.
دغه لوبغالی په ۱۶ جریبه شخصي ځمکه کې او د لسو میلیونه افغانیو په شخصي لکښت جوړ شوی دی.

په خوست کې د يو شمېر سوداګرو په مالي لګښت د کرېکټ لوبغالی جوړ او نن پرانیستل چې، د افغانستان په کچه یو معیاري لوبغالی بلل کیږی.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې غړي نوروز منګل، دغه میدان پرانیست.

لوبغالی د ښار په جنوبي برخه کې پر ۱۶ جريبه شخصي ځمکه کې د څلورو خوستي سوداګرو له لوري جوړ شوی دی.

ویل کیږي چې پر لوبغالي ټولټال لس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې همدغو ملي پانګوالو ورکړي دي.

د کرېکټ بورډ استازي اکبراقبال امريکا غږ انشا ته وویل چې دغه لوبغالی په نړيوال معيار جوړ شوی او په يو وخت کې په کې لس زره نندارچيان لوبه کتلی شي.

ملي اتل نوروز منګل د خوستي پانکوالو دغه کار وستایه.

ده وویل "زه له هغو سوداگرو مننه کوم چې دغه میدان یې جوړ کړ. دا یوازې د خوست نه بلکې د ټول افغانستان دی، تاسو به ډېر ژر حمید حسن، کریم صادق، نبي عیسی خیل او نور لوبغاړي ووینﺉ چې راشي او دلته لوبې وکړي. زه له نوور ملي تجارانو هم غوښتنه کوم چې همدغسې کارونه وکړي، د دغه کار په قدر یوازې لوبغاړي پوهیږي."

په خوست کې د نورو ولایتونو په پرتله کرېکټ ډېر مینوال لري، د ملي لوبډلې ځیني مخکښ لوبغاړي لکه نور علي ځدراڼ او نوروزمنګل هم د همدغه ولایت دي.

د یادولو ده چې د خوست ښار لويديځ ته پر ۲۵ جريبه ځمکه د کرېکټ د یو بل لوبغالي د جوړېدو کار هم روان دی، چې شاوخوا ۴۲ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي او جرمني یې ورکوي.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې، د نورو ډېرو لوبو په پرتله په کرېکټ کې ډېر پرمختګ وکړ چې، له کبله یې کور دننه ډېر مینوال هم موندلي دي.

دا مهال پر کابل سربېره په ننګرهار، کندز او ځينو نورو ولایتونو کې د کرېکټ معیاري میدانونه جوړ شوي دي.

افغانستان همدا څو ورځې مخکې د کرېکټ د ۲۰ اورونو د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته لاره وموندله.

افغانستان درې وارې د ۲۰ اورونو او یوارې د ۵۰ اورونو په نړیوالو جامونو کې لوبېدلی دی، چې د کرېکټ د چارو نړیوالو شننونکو د افغانانو لوبې ستایلي دي.

XS
SM
MD
LG