د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د کنړ په برید کې د ناټو او افغان ځواکونه دواړه ملامت دي


دافغانستان تحقیق کوونکو دا معلومه کړیده چې دکونړ په هوايي برید کې چې 17 تنه وژل شوی وو د ناټو او آمریکا او قواوو ګډه تیروتنه وه.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې د افغانستان طالبانو او د امریکا پوځ دواړه په هغه هوايي برید کې مسوولیت لري چې 17 تنه پکې ووژل شول چې دولس تنه یې ماشومان وو. دغه هوايي برید د کونړ په ولاېت کې شوی و.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ دغه تبصره وروسته له هغه نه وکړله چې د اپریل د 6- مې نېټې دپېښې په برخه کې افغان څیړونکو تحقیقات بشپړ کړل. په دغو تحقیقاتو کې د وژل شویوکسانو شمیر یوولس تنه نه بلکې 17 تنه ښودل شوی دی. په وژل شویو کسانو کې دولس تنه ماشومان، یو نارینه او څلو ر تنه ښځې شاملې وې.

دافغانستان د حکومت رپوټونه وايي چې هوايی برېد وروسته له هغه نه وشو چې دافغانستان داستخباراتو پرمامورانو، دطالبانو له خوا نه برید وشو. دغه عملیات ددې لپاره کېدل چې دګنړ ولایت د شېگل په ولسوالۍ کې دوه تنه یاغي قوماندانان ونیول شي.
XS
SM
MD
LG