د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي له طالبانو یې خان اباد بیرته ونیوه


خان اباد سهار له طالبانو او ماښام له افغان پوځ سره و
خان اباد سهار له طالبانو او ماښام له افغان پوځ سره و

د شنبې په سهار وختي طالبانو د خان اباد ولسوالي ونیوله خو افغان چارواکي وایي د همدغې ورځې تر پایه یې طالبان وشړل او خان اباد یې بیرته ونیوه.

د افغانستان د ددفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د خان اباد ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې یې ۷۵ طالبان هم وژلي، چې څلور یې د وسله والو سیمه ییز قومندانان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چې په دغو عملیاتو کې شپږ افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او ۱۶ نور یې ژوبل دي او اوس په سیمه کې "تصفیوي عملیات" پيل شوي دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وویل چې، د افغان پوځ د لوی درستیز مرستیال، جنرال مراد علي مراد، د خان اباد ولسوالۍ د بیا نیولو د عملیاتو مشري په غاړه لرله.

ښاغلي وزیر په ټېنګار سره وویل چې په کندز کې په ډېر شمېر کې افغان امنیتي ځواکونه دیره دي او د ده په خبره د دغه ولایت د سقوط اندېښنې بې ځایه دي.

کندز په شمال کې یوه نسبتآ نا ارامه ولایت بلل کیږي، چې څو میاشتې مخکېطالبانو د څو ورځو لپاره د دغه ولایت مرکز هم نیولی و.

XS
SM
MD
LG