د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې سلګونه کورنۍ د خښتو په بټیو کې ګروې دي


د مۍ میاشتې لومړۍ نېټه په نړۍ کې د کارګر ورځ لمانځل کیږي.
د مۍ میاشتې لومړۍ نېټه په نړۍ کې د کارګر ورځ لمانځل کیږي.

عبدالله دولس کلن ماشوم دی او په ننګرهار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د خښتو په بټیو کې کار کوي.

په ننګرهار کې کارګر ماشومان
په ننګرهار کې کارګر ماشومان

هغه د امریکا غږ اشنا ته وویل" ستړیا پکې ډېره ده، تنګ یو ترې نور، کاش یو بل شی مو کړای وای نه دا کار. د جمعې په ورځ یو څو ساعته وزګار یو نور ټول عمر کار وي."

سلګونه ماشومان د ننګرهار په سرخرود کې د کور له نورو غړو سره ځکه دخښتو په بټیو کې کار کوي، چې هرې کورنۍ د بټۍ له خاونده ډېرې پیسې اخیستې، کلونه کېږي چې نه یې دي خلاصې کړي، ځکه نو تر هغې به ګرو وي چې پور خلاص شوی نه وي.

دلته د رازي خان په نوم یو بل سپینږیری له خپلو څلورو لوڼو سره لمده خټه دخښتو په قالبونو کې اچوي، ددې سړي زامن نشته او ټولې لوڼې یې له هغه سره کارکوي، ځکه مجبور دی چې دبټۍ والا پیسې پوره کړي.

هغه وايي د تېرو لسو کلونو راهیسې دلته ګرو دي، هیڅ ځای ته نه شي تلی، غم ښادي ترې پاتې ده او کله کله یې ان ځان وژنې ته هم زړه کېږي.

نوموړي امریکا غږ اشنا ته وویل " ته په خدای یقین وکړه چې کله په عمر تنګ شم، وایم چې دا څنګه ژوند شو، نه درسره دکاندار قرض کوي او نه دبټۍ خاوند."

دوی ته دبټیو خاوندانو وړې کوډلې هم جوړې کړي او لکه د لارې د مسافرو پکې ژوند کوي. دغلته په بټیو کې کارګر ماشومان وايي ښوونځی یې په سترګو نه دی لیدلی، بس ژوند یې په همدې کندو کې له سختیو او کړاونو سره غبرګ دی .

د نرګ په نوم یوه ماشومه چې ورور نه لري وايي" کاش چې ورونه مې وای ما به سبق ویلی وای او ورونو به مې کار کولی خو پلار مې یو دی مجبور یو چې کار وکړو".

دا یوازې دغه کورنۍ او ماشومان نه دي، په همدې ولسوالۍ کې سل داسې بټۍ شته چې په هره بټۍ کې تر شلو ډېر فامیلونه کار کوي.

په ننګرهار کې کارګر ماشومان
په ننګرهار کې کارګر ماشومان

دوئ ځکه په تېرو لسو کلونو کې د بټۍ د خاوند پیسې نه دي خلاصې کړي، چې هره ورځ ترې ایله دېرش پاکستانۍ روپۍ اخلي او پر پاتې نورو پیسو د خپلې کورنۍ اړتیاوې سموي.دغه ګرو شوې کورنۍ وايي هره ورځ په اټکلیز ډول د پنځه سوو پاکستانیو کلدارو په ارزښت خواري کوي.

دوی وايي رنګونه یې ځکه الوتي چې په کال کلونو یې خپل کاله کې غوښه نه دی پخه کړې. د بټیو خاوندان که څه هم په زغرده نه وايي چې فامیلونه یې ګرو کړي خو دخبرو معنی یې یوه ده .

دسمیع الله په نوم دیوې بټۍ مونشي امریکا غږ ته وویل "داسې ګرو نه دي، خو چې زمونږ پیسې خلاصې کړي بیا بل ځای ته تللی شي تر هغې باید دلته کار وکړي." دوی وايي دغه پیسې یې ځکه له وړاندې ورکړي چې نورو سیمو ته دیادو کورنیو د کارکولو او تګ هېلې یې وسوځي.

دننګرهار کار او ټولنیزو چارو ریاست ویلي چې په سرخرو کې د ماشومانو له درندو کارونو او کورنیو د ګروۍ له مسلې خبر دي خو ځکه څه نه شي کولی چې دغه چاره ډېرو پیسو ته اړتیا لري.

په ننګرهار کې کارګر ماشومان
په ننګرهار کې کارګر ماشومان

دکار او ټولنیزو چارو رییس فضل الحکیم شېرزاد وايي دسرخرود ولسوالۍ په بټیو کې پر اټکلیز ډول تر دوه زره ماشومان درانه کارونه کوي. خو د ننګرهار ولایتي اداره بیا له دغې کیسې بې خبره پاتې ده.

والي سلیم خان کندزی وايي په دې اړه پلټنې کوي " زه به لږ نور دقیق مالومات هم لاس ته راوړم چې اصلي قضیه څه ده، ځکه دا زما وظیفه ده چې دخلکو ستونزې واورم او دحل لار ورته ولټوم."

که څه هم په افغانستان کې دبې کارۍ کچه ورځ تر بلې په زیاتېدوه ده ،خو په ننګرهار کې دغه ګرو شوې کورنۍ وايي که حکومت او یا نړیواله ټولنه یې دغلامۍ له دغه ژونده خلاص کړي نو لږ تر لږه به یې کوچنیان دښوونځي دروزاه وویني.

د کارګر ورځ د مې په لمړۍ نیټه، هرکال د افغانستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې په رسمي او غیر سمي توګه لمانځل کیږي.

په تایوان کې د کارګر د ورځې د لمانځنې انځور
په تایوان کې د کارګر د ورځې د لمانځنې انځور

سږکال ددی ورځې اکثره لمانځونکو د خپلو حکومتونو غوښتل چې، د کار شرایط معیاري او مزد د کار معادل ورکړي او پر ماشومانو جبري کار کول بند کړي. پدې اړوند ترټولو لویې مظاهرې په کیوبا، هانګ کانګ اوفیلیپین کې وشوې.

XS
SM
MD
LG