د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال احمدزی: سیمه ییز پولیس بچه بازي نکوي


دا مهال د افغانستان د ۲۹ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالیو کې ۳۰ زره محلي پولیس فعاله دي.
دا مهال د افغانستان د ۲۹ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالیو کې ۳۰ زره محلي پولیس فعاله دي.

د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو مشر هغه راپور په کلکه رد کړچې وايي محلي پولیس د هېواد په ځینو سیمو کې بچه بازي او پر ماشومانو په زوره جنسي تیري کوي.

د محلي پولیسو مشر جنرال علیشا احمدزی وايی که یې پر هر قومندان او پولیس دا ډول ادعا ثابته شي، دی به یې ونیسي، له دندې به یې وشړي او قانون به پرې عملي کړي.

ښاغلي احمدزي د نیویارک ټایمز د هغه راپور په غبرګون کې د امریکا غږ اشنا سره خبرې کولې چې، وايي په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو مشران کوچني هلکان ساتي، ورسره څملي او په ځینو پېښو کې ښکلې نجونې هم په زوره خپلو پوستو ته بیايي او بیا پرې جنسي تېری کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل اوږد راپور کې په افغانستان کې د ناټو له هغه قومندان سره خبرې کړي، چې د سیمه ییزو پولیسو دا ډول کړنې یې لېدلي، په اړه اورېدلي او د ځینو هلکانو او نجونو کورنیو هم ورته شکایتونو کړي دي.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو دغه کپتان ډن کوین نیویارک ټایمز ته ويلي چې له دندې هم په دې خاطر وشړل شو چې د سیمه ییزو پولیسو د جنسي تیري په اړه یې سخت دریځ خپل کړ.

په راپور کې هغه پېښه هم یاده شوې چې په هلمند کې د سرور جان په نامه یو سیمه ییز قومندان یو هلک نیولی او ساتلی و.

کپټان کوین ویلي چې د یو لړ شکایتونو وروسته یې دغه قومندان وروباله، ویې واهه او ویې شړه خو، دغه کار یې له افغانستان نه په وتلو او د امریکا پوځ په پرېښودلو ورتمام شو.

خو، د افغانستان د سیمه ییزو پولیسو عمومي قومندان جنرال علیشا احمدزی دا تورونه په کلکه رد کړل او د نیویارک ټایمز خبریال یې وننګوه که شواهد او ثبوتونه لري مخکې یې کړي.

ښاغلی احمدزی دا مني چې د محلي پولیسو په لیکو کې ځیني کسان شته چې په ځینو ناوړه پېښو کې ښکیل دي، خو وايي دوی له شواهدو او ثبوتونو له موندلو وروسته، یو شمېر قومندانان له دندو شړلي او محاکمه کړي هم دي.

بچه بازي په افغانستان کې یوه لویه ستونزه بلل کیږي چې د دغه هېواد د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یې هم په اړه وار وار اندېښنه ښودلې ده.

افغان حکومت هم تېر کال اعلان وکړ چې بچه بازان به نیسي او په دې اړه به قوانین هم سختوي. خو، داسې ښکاري چې دغه ستونزه لا هم نده هواره شوې.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خلکو د سیمه ییزو پولیسو د ناوړه چلند په اړه وړاندې هم شکایتونه کړي دي.

ښاغلي احمدزي په کندز کې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري د یوې پېښې یادونه هم وکړه چې د ده په ټکو تیري کونکي سیمه ییز پولیس یې په ۱۶ کلونو بند محکوم کړل.

ښاغلي احمدزي په وار وار وویل چې سیمه ییز پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې او د یو قانون له مخې فعالیت کوي او همدا چې له قانون یې نه یې پښه واړوله، سزا به ورکړل شي.

د افغانستان سیمه ییز پولیس په اصل کې په هغو نا ارامه سیمو کې تشکیل کړل شول چې وسله وال طالبان او د افغان حکومت نور مخالفان په کې فعاله وو.

د سیمه ییزو پولیسو ډېره برخه پخواني جنګسالاران او د سیمې قومي مشران دي.

جنرال علیشا احمدزی وايي چې دا مهال د افغانستان د ۲۹ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالیو کې ۳۰زره سیمه ییز پولیس فعاله دي او د طالبانو او نورو وسله والو پر ضد جنګ کې د افغان پوځ سره مرسته کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG