د لاس رسي وړ اتصالات

افغاني جرگه له ډیر ځنډ وروسته


د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی چی افغانستان دې ته ځان چمتو کوی چی هغه جرگه جوړه کړی چی څو میاشتی مخکی یی جمهوررئیس کرزی وعده کړې وه. خو ددی جرگی څارونکی دجرگی له نتایجونه ډیره توقع نه کوی.

ورځپاڼه لیکی په هغه خیمه کی چی ښاغلی کرزی به په دی اونی کی لویه جرگه دایر کړی، کتار کتار تشی چوکۍ ایښي دي. دې ته انتظارکوی چی قومی مشران یې ډکې کړي.

دا جرگه څو څو ځلی وځنډیدله. خو د سولی دغی مشورتی او ملی جرگی د دایریدلو لپاره، ډیر تبلیغات شویدی. مقصد یی دادی چی د اینده سیاسی فعالیتونو لپاره، د طالبانو په موجودیت کی یوه لاره برابره کړی.

بالاخره داسی ښکاری چی دا جرگه دایرشی. خو د زیاترو څارونکیو توقعات ډیر کم دی. دهغوی توجه زیاته ددی لپاره ده چی د تاوان رسولو مخه ونیسی نسبت دیته چی د ١٦٠٠ استازو له خبرونه به د سولی د راوستلو لپاره د عملی کیدلو کوم پلان راووزی.

لاس انجلس ټایمز لیکی چی ښاغلی کرزی ددغی جرگی ددایرولو پلان ٧ میاشتی مخکی څرگند کړی و. هغه وخت چی دهغه د جمهوری ریاست دویمه دوره افتتاح کیدله.

دهغه کورنیو وغربی ملاتړو فکر کاوه چی ددی جرگی دایریدل به چی په افغانستان کی د شخړو دحل لپاره یوه مهمه وسیله بلل کیږی، دابه دهغه د حکومت مشروعیت نور هم پسی پیاوړی کاندی.

ورځپاڼه لیکی چی اوس د ښاغلی کرزی حکومت له دی نظریی نه ځان لیری ساتی چی گنی جمهوررئیس دیته ضرورت لری چی دیاغیانو سره د معاملی لپاره کوم صلاحیت او یامنظوری او یابل شی ته ددی موضوع لپاره ضرورت لری.

د عامو افغانانو په منځ کی ، ددی جرگی ددایریدلو لپاره ډیره خوشالی نه لیدل کیږی،که څه هم په ټول ښار کی ورته اعلانونه شویدی. پوسترونه په موټرو کی یوی خوا اوبلی خواته دنظامی کاروانونو په واسطه وړل کییږ ی، په پوسترونو کی دافغانستان نقشه کښل شویده او برسیره پری د سولی یوه کفتره ناسته ښکاری.

له خلکو سره یوه اندیښنه داهم ده چی د جرگی ددایریدلو له امله ددی امکانات شته دی چی دنورو ځایونو په څیر دیاغیانو حملی را جلب کړی.

توقع ده چی امنیتی تدابیر به ښه په کلکه نیول شوی وی. خو مخکینیو پیښو ثابته کړیده چی ځان وژونکی او نور بریدکوونکی د پایتخت ډیرو کلکوامنیتی تدابیرونه هم تیریدلی شی.

پولیسو په دی میاشت کی د راکټونو یوه ذخیره کشف کړه او هغو اټکل کوی چی ښایی دهمدی غونډی لپاره راوړل شوی وی.

دلاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی چی دامریکا چارواکی به په کلکه ددغی جرگی څارنه کوی. یودلیل چی ښاغلی کرزی واشنگټن ته سفر وکړ، البته له دینه پرته چی د اوباما له اداری سره یی خپلی اړیکی ښی کولی، دا و چی واشنگټن په دی پوه شی چی افغان جمهوررئیس له طالبانو سره د پخلاینی په هلو ځلو کی څه نیت لری.

په امریکا کې چاپیدونکې بله ورځپاڼه، واشنگټن پوست لیکی چی دافغانستان په ملاتړ کوونکیو هیوادونو کی امریکا اونور ددی نظریی ملاتړ کوی چی له مالی مشوقو اونورو لارو چارو نه کار واخیستل شی چی د طالبانو پیاده عسکر دیته وهڅوی چی له جگړی نه لاس واخلی.

خو هغوی دافغان حکومت په برخه کی دیته اندیښمن دی چی هڅه کوی ددغه تحریک جگپوړه مشران په دی خبرواترو کی دخیل کړی.

ورځپاڼه لیکی چی ښاغلی کرزی داوعده کړیده چی هر هغه کس چی له اول نه له مرگ ژوبلی نه لاس وانخلی اوله القاعده سره اړیکی ونه شلوی، او یا د افغانستان د اساسی قانون لپاره درناوی ونلری له هغه سره خبری ونکړی.

د ښځو د حقو قو مدافعین دیته اندیښمن دی چی هغه حقوق چی هغو ی ته په اساسی قانون کی ورکړل شویدی هغه به بالاخره د طالبانو د راجلبولو نه قربان شی. دمرگ ژوبلی د قربانیانو مدافع ډلی هم اندیښمنی دی چی په سیاسی روغه جوړه کی به عمومی عفو اعلان شی او دتیرو فجایعو نه به معافیت پیدا کاندی.

دغه راز ډلو په دی نیژدی وخت کی خپله کوچنی جرگه جوړه کړی وه چی اعتراض وکړی.

لاس انجلس ټایمز په پای کی لیکی چی بله پوښتنه داده چی دا جرگه به په ریښتونی مانا دافغانی ټولنی نماینده جرگه وی او که نه. په دی برخه کی د جمهوررئیس کرزی نطاق وحید عمر خبریالانو ته په دی ټینگار وکړ چی د ټولنی دهری طبقی دخلکو اواز به په دی جرگه کی واوریدل شی.

خو دښاغلی کرزی نقادان وایی چی دا جرگه بی ماناده ځکه چی په کافی اندازه به د ټولنی مختلفو قومو نو استاځی پکی شامل نه وی.

د یاغیانو د نماینده گانو د موجودیت توقع پکی نه کیږی. همدارنگه به د جمهوررئیس هغه مخالفین هم پکی شامل نه وی چی په عامه خلکو کی موجود دی.

لاس انجلس ټایمز په پای کی د عبدالله عبدالله د نطاق علی جان له قوله لیکی چی موږ هیچا دغی جرگی ته بللی نه یو.

ورځپاڼه لیکی چی پردی سربیره د ښاغلی کرزی او ولسي جرگی ترمنځ هم اړیکی ترینگلی دی. په دی نږدې میاشتو کې ولسي جرگی د جمهوررئیس پرپالیسیو او اقداماتو سخت انتقادونه کول.

ورځپاڼه په پای کی لیکی چی د جمهوررئیس اوولسي جرگی ترمنځ وروستی جنجال په دی باندی و چی جمهوررئیس د کابینی تشو چوکیوته د خلکو ټاکل او پارلمیان ته وړاندی کول ځنډولی دی.

د پارلمان په غړیو کی هم یوشمیر کسان په جرگه کی د برخی اخیستلو لپاره ټاکل شویدی.

XS
SM
MD
LG