د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د آیرلینډ په خلاف خپله لومړنۍ لوبه وبایلله


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلو شلو اورونو لومړنۍ لوبه د آیرلینډ لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر وبایلله.

لوبه جمعه مارچ ۱۵ (کب ۲۵)د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د افغانستان په کوروبه توب وشوه.

د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان چې د شاوخوا څلور میاشتو ناجوړتیا وروسته یې د ملي لوبډلې کپتانې کوله، د پچې تر ګټلو وروسته یې د توپ اچونې پریکړه وکړله.

د آیرلینډ لوبډلې په شلو اورونو کې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

د آیرلینډ لپاره تر ټولو ډيرې منډې هیري ټکټر وکړلې. هغه ۵۶ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید.

راشد خان د سیالې لوبډلې ۳، ننګیالي خروټي ۲ او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه. دا د افانستان د ملي لوبډلې لپاره د خروټي لومړۍ لوبه هم وه.

د افغانستان ټول لوبغاړي بیا په ۱۹م اور کې وسوځیدل او یوازې ۱۱۱ منډې یې وکړلې.

راشد خان وویل چې د لوبې په سر کې د څو لوبغاړو سوځیدل د افغان لوبډلې د ماتې سبب شو.

افغانستان د دې لوبو کوربه دی.

تر دې وړاندې افغانستان د آیرلینډ څخه د یو ورځنیو نړیوالو لړۍ ۰-۲ وګټله.

د شلو شلو اورونو بله لوبه یکشنبه مارچ ۱۷مه په همدې لوبغالي کې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG