د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ شل اوریز جام.افغانستان او انګلستان سره مخامخ کیږي


د کرکټ لوبه د انګلستان نه پیل شویده او انګلستان د کرکټ کور بلل کیږي خو انګلستان تراوسه ایله یو شل اوریز کرکټ جام ګټلی دی.انګلستان د کرکټ په شل اوریز سیالیو په اوسني جام کې دوه سیالۍ کړیدي او یوه ېې ګټلې او یوه ېې بایللې.نو نن د افغانستان سره د کرکټ سیالي ورته مهمه ده ځکه چې که نن ېې د افغانستان نه وبایلي نو سیمي فاینل ته د تګ امکانات ېې ختمیږي.

افغانستان دپاره ننۍ لوبه په دې مهمه ده چې د یو بل قوي ټیم د ماتولو چانس ورته په لاس ورځي .دې نه وړاندې کال ۱۰‍۱۲ کې افغانستان سري لنکا کې د کرکټ شل اوریز جام کې د انګلستان سره مخامخ شوی و او په لوی توپیر ېې بایللې وه. بل ځل کال ۲۰۱۵ کې په اسټرالیا کې د کرکټ په پنځوس اوریز جام کې سره ولوبیدل چې لوبه باران له کبله نیمګړې شوه او انګلستان وګټله.

د هند د نوي ډيلي په فیروز شاه کوټله میدان دې روان شل اوریز جام کې دا اوله لوبه ده .نو دواړو ته دا معلومه نه ده چې دا میدان د توپ وهنې دپاره ښه دی که توپ اچونې دپاره.تیز توپ اچونکي به ورباندې ښه وي که اهسته.

همدغه خبره د انګلستان کپتان مورګن هم کړیده چې دوي به نن غرمه د توپ اچونې ځای یا پیچ ګوري او بیا به ټیم اعلانوي. احتمال دی چې انګلستان یو نوی سلو توپ اچونکی هم ټیم کې واخلي. که چرته پیچ سلو وخوت نو افغانستان به هم هغه ټيم ولوبي چې د جنوبي افریقه خلاف ېې لوبولی و.

افغانستان دوه ځله نړیوالو سیالیو کې انګلستان سره مخامخ شوی
افغانستان دوه ځله نړیوالو سیالیو کې انګلستان سره مخامخ شوی

افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزی وايي چې دوي نور د ښې لوبې کولو سره سره د لوبو د ګټلو فکر هم لري او انګلستان خلاف لوبه کې به همدغې جذبې سره میدان ته ځو.

د کرکټ د چارو شنونکي وايي چې افغانستان د کرکټ په شل اوریز جام کې کتونکي خوشاله کړي هم دي او حیرانه هم کړیدي. نو نن به د انګلستان خلاف هم یوه خوندوره لوبه ووینو.

د انګلستان او افغانستان د کرکټ د ننۍ سیالۍ لیدو دپاره د نوي ډهلي او ورسر نیزدې سیمو نه زیات شمیر کې افغانان را روان دي. حتی چې د افغانستان نه هم د یو رسمي هیت د راتګ خبر هم ورکړل شویدی چې نوي ډهلي په میدان د کرکټ د ملي ټیم ملاتړ وکړي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG