د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان دریمه لوبه هم وبایلله


د نوي ډهلي په لوبغالي کې د افغانستان د لوبډلې توپ اچونکو یو ځل بیا خپله وړتیا وښودله او وې کړای شو چې د سیالې لوبډلې د سر لوبغاړي پرته لدې چې زیات رنزونه وکړي په چټکۍسره وسوځول.

په لومړنیو شپږو اورونو کې چې معمولاً هره لوبډله کوښښ کوي زیات رنزونه وکړي، د انګلستان لوبډلې یوازې دوه څلویښت رنزونه کړي و او د سر څلور لوبغاړي یې سوځیدلي و.

د شپږم اور نه نیولې بیا تر اتلسم اور پورې لوبه تر ډیره حده افغان لوبغاړو قابو کړې وه. تر اتلسم اور پورې د انګلستان د لوبډلې ۷ لوبغاړي پداسې حال کې سوځیدلي و چې ټولې لوبډلې یوازې ۱۰۷ رنزونه یې کړي و. خو د افغانستان کپتان اضغر ستانکزي په نولسم اور کې داسې یوه پریکړه وکړه چې لوبه یې تر ډیره حده د سیالې لوبډلې په ګټه کړله.

د حمزه هوتک لخوا په نولسم اور کې د انګلستان لوبډلې وکړی شو چې پنځه ویشت رنزونه جوړ کړي. د کرکټ اکثره مبصرین پدې باور دي چې ښایي د ښاغلي ستانکزي همدا پریکړه غټه اشتباه وه او د لوبې د بایللو مهم علت هم و.

د انګلستان لوبډلې د شلو اورونو تر پای ته رسیدو وروسته 142 رنزونه وکړل چې اوسط یې په هر اور کې اوه عشاریه یو رنز کیده.

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د افغانستان پخوانیو دوه لوبو ته په کتو سره ، ټول پدې باور چې افغان لوبډله به وکړی شي دا هدف په ډیرې آسانۍ سره پوره کاندي. خو ښایي د خلکو هیلې یو څه زیاتې وې.

د لوبې په لومړنیو دوه اورونو کې د افغانستان د لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځیدل او یوازې دولس رنزونه یې کړې و. د محمد شهزاد تر سوځیدو وروسته، نور لوبغاړي هم په پرله پسې توګه وسوځیدل او یوازې شفیق الله شفق وکړی شو چې 35 رنزونه وکړي.

په ټولو شلو اورنو کې د افغانستان 9 لوبغاړي وسوځیدل او 127 رنزونه یې وکړل او پدې سره یې د 2016 کال د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې خپله دریمه لوبه هم وبایلله. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه په سریلانکا او دویمه لوبه په جنوبي افریقا وبایللې. څلورمه او وروستۍ لوبه یې د ویسټ انډیز د لوبډلې سره د همدې میاشتې په اوه ویشتمې نیټې د یکشنبې په ورځ ده.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG