د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په هکله د بحث لپاره د جوړیدونکې لویی جرګې د تیاري کمیسیون وايي، ٢٥٠٠ غړي دغې جرګې ته انتخاب شوي او لیست یې د منظورۍ لپاره ولسمشر کرزي ته لېږل شوی دی.

د لويې جرګې د تیاري د کمیسیون په وینا اتیا په سلو کې د جرګې د جوړیدو کارونه بشپړ شوي دي.

ولسمشر حامد کرزي ته د مشورتي لويې جرګې د دوه زره او پنځه سوه غړو لست د ارزونې لپاره استول شوی دی.

ددې لویې جرگي غړي له ١٧ کټګوریو څخه انتخاب شوي چې په کې د ملي شورا غړي، والیان، د جرګې تدویر کوونکي، علما، مخکښې ښځې، معلولین، حقوق پوهان، د مدني ټولنې او د پخوانیو جرګو غړي شامل دي.

همداشان دې جرګې ته له پنځه سوه دري دیرش اداري واحدونو نه هم استازي غوره شوي دي.

د مشورتي لويې جرګې د تیاري کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه اي وايي، له ایران، پاکستان او اروپا هم افغان کډوال ورته غوښتل شوي دي.

ښاغلی حسیني وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون متن نهايي شوی دی.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په اړه ددې لویې جرگې د دایرولو سره یو لړ مخالفتونه هم راپورته شوي دي. په کابل یوې لوې غونډې نه یوازې د جرګې بلکې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په وړاندې هم سخت مخالفت وښود او د تړون پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دا غونډه د امریکا د متحده ایالتونو د دایمي پوځي اډو سره د مخالفت د جبهې له لورې رابلل شوې وه.

د افغانستان ملي شورا هم د مشورتي لويې جرګې د دایرولو په تړاوو بحثونه درلودل چې ځېنې غړي مخالف او ځینې بیا پکې د ګډون پلوي وو.

ددغې مشورتي لويې جرګې د دایرولو دقیقه نېټه لا تراوسه نده معلومه، خو د تیاریو کمیسیون وايي د راتلونکې اونۍ په لومړيو کې به د جرګې نیټه معلومه کړي.

د مشورتي لويې جرګې د تیاري کمیسیون وایي ددې جرګې بحثونه به څلور او یا هم اوه ورځې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG