د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو ټولنه: غني دې د رسنیو په اړه د څرګندونو له کبله بخښه وغواړي


د جمهوري ریاست مرستیال ویاند وایي رسنۍ باید یو ټکي راوانخلي بلکه ټولې خبرې واوري او بیا قضاوت وکړي
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند وایي رسنۍ باید یو ټکي راوانخلي بلکه ټولې خبرې واوري او بیا قضاوت وکړي

د ارګ یوه ویاند امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشر غني خبرې رسنیو ته سپکاوی نه و او هغه غوښتل ووايي چې افغان پوځیانو د رسنیو شننې ناسمې ثابتې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز دا اونۍ په مزارشریف کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خبرو په هکله اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ښاغلی غني دې خپلې خبرې بیرته واخلي او له خبریالانو دې بخښنه وغواړي.

دغه مرکز په یوې خبر پاڼۍ کې ویلي چې ولسمشر غني په مزارشریف کې د ٢٠٩ قل اردو منسوبینو ته په خبرو کې وویل "تلویزیونه یوې خواته پریږدئ، پریږدئ چې له هغوی باد ووځي، له تاسو څخه بریښنا راوځي".

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې رسنۍ باید یو ټکي راوانخلي بلکې ټولې خبرې واوري او بیا قضاوت وکړي.

ښاغلي مرتضوي وویل "جمهور رئیس د مزارشریف په قل اردو کې په تیرو دوو کلونو کې د جگړې پر وضیعت خبرې وکړې، د هغه څرگندونې په دې اړوند وی چې له تیرو دوو کلونو راهیسې زیات شمیر کارپوهان په رسنیو کې تحلیل کوي چې ښایي تحولات د افغانستان د حکومت او دولت په گټه نه وي، خو ستاسو سرتیرو میړانې، او سرښیندنې ثابته کړه چې د جگړې د میدان بریالي تاسې یاست او هغه تحلیلونه چې په رسنیو کې کیږي هغه سم ندي".

XS
SM
MD
LG