د لاس رسي وړ اتصالات

ولې ولسمشر غني ارګ کې د دوو خبریالانو پوښتنې ځواب نکړې


د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي ولسمشر د مطبوعاتو سپکاوی کړی، خو ارګ وايي خبریالانو د کنفرانس له موضوع د باندې پوښتنې کړې
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي ولسمشر د مطبوعاتو سپکاوی کړی، خو ارګ وايي خبریالانو د کنفرانس له موضوع د باندې پوښتنې کړې

د ارګ مطبوعاتي دفتر د رسنیو د ځینو فعالانو هغه ادعاوې رد کړې چې وايي ولسمشر غني له مطبوعاتو سره ناسم چلند کړی دی.

د یکشنبې په ورځ په ارګ کې په یوې خبرې غونډې کې ولسمشر غني د دوو خبریالانو پوښتنې ځواب نکړې او دلیل دا وویل شول "پوښتنې د کنفرانس د موضوع" په اړه نه وې.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی له وړاندې خبرالانو ته ویلي وو چې کنفرانس یوازې استرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د ولسمشر غني د سفر په اړه دی او باید پوښتنې هم په همدې اړه وشي.

هغه وویل "دا سفر ډېر مهم و او ولسمشر هم غوښتل چې په دغه سفر کې د افغانستان لپاره په لاس ته راوړنو خبرې وکړي، ځکه یې نورې پوښتنې ځواب نکړي".

خو، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې د ولسمشر غني دا کار د مطبوعاتو سپکاوی، د اطلاعاتو رسونې د قانون خلاف او د اندېښنې وړ بللی دی.

دا مرکز وايي دا ډول کارونه د مطبوعاتو او بیان ازادۍ ته لوی زیان رسولی شي. خو ښاغلی مرتضوي وايي چې په دې مسئلې کې د بیان د ازادۍ او مطبوعاتو د سپکاوي او محدودلو خبره نشته او که داسې وای "بیا ولې خبریالان کنفرانس ته بلل کېدل".

هغه وايي چې د ارګ او حکومت ټولې مطبوعاتي ادارې د خبریالانو هر ډول پوښتنو ته ځواب وايي او همکاري ورسره لري.

افغانستان په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې د نورو پرمختګونو تر څنګ په مطبوعاتي برخه کې هم لوی پرمختګ کړی دی. حکومت په وار وار د مطبوعاتو او بیان ازادي خپله لویه لاس ته راوړنه بولي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG