د لاس رسي وړ اتصالات

ژمی او د ختیځې اروپا په سرحدونو کې د کډوالو ستونزې


له جگړو نه په تیښته په لسگونه زره کډوال هڅه کوي چې له سوریه، افغانستان او عراق نه د بالقان د هېوادونو له لارې ځانونه او کورنۍ لویدیځې اروپا ته ورسوي.

دوه نړیوالې ادارې ویلي دي چې سږکال څه دپاسه نیم میلیونه کډوال او مهاجر یونان ته راغلي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان وایي یوازې د شنبې او یکشنبې په ورځ ٢٧ زره کډوال یونان ته رارسیدلي دي چې تیره اونۍ لږ تر لږه ٢٥ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی.

سلوانیا له نورو اروپایي اتحادیې هیوادونو نه وغوښتل چې د کډوالو کړکیچ ته په حل کې ورسره مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې سلوانیا ویلي دي په ورځ کې ٢٥٠٠ کډوالو ته ځای ورکولی شي، د سلوانیا پولیسو وویل چې اوسمهال ٨٣٠٠ کډوال د دغه کوچني هیواد د کډوالو د ثبت او راجستر مرکزونو کې پراته دي او په زرگونه نور ورته راروان دي.

د سلوانیا پولیس د پاځون ضد وسایطو سره د ریگونس په سرحدي کلي کې له خټو څخه ډک پټیو کې په سلگونه کډوال چاپیر کړي دي، چېرې چې دغه کډوال به په پښو د ثبت او راجستر هغو مرکزونو ته بیول کیږي چې ١٥ کیلومتره لاره ده او د مخه لا د کډوالو ډک دي.

داسې بریښي چې کروایشا تیار ندی چې د کډوالو د سیلاب مخه ونیسي. د سې شنبې په سهار یو اورگاډی چې څه دپاسه ١٠٠٠ کډوال یې انتقالول د تاورنک ښارگوټي ته ورسید او شل بسونه چې له کډوالو ډک و د سلوانیا سرحد ته د کمپونو لور ته روان شول.

د سلوانیا وړاندیز

د سلوانیا حکومت یوه لایحه وړاندې کړې ده چې له مخې به یې پوځ له پولیسو سره د سرحد په ساتلو کې مرسته کوي.

دا لایحه په داسې وخت کې وړاندې شوی ده چې په زرګونو کډوال دغه هېواد ته له کرویشیا داخل شوې دي.

دا لایحه تیره ورځ تصویب شوه او تمه ده چې نن ناوخته به یې پارلمان تصویب کړي.

د کروایشا حکومت وویل چې یوازې د دوشنبې په ورځ ٨٠٠٠ کډوال دې هیواد ته راغلي چې ٢٠٠٠ یې اتریش ته تللي او د ماشومانو په گډون څه دپاسه ۴٠٠٠ یې سلوینیا ته راغلي دي.

په زرگونه خلک د دوشنبې په ورځ سلوانیا ته راواوښتل. د یو شمیر کسانو لپاره چې په لمدې او سړې هوا کې یې زیات انتظار ایستلی و، دا حالت زورونکی و.

د سلوانیا په سرحد کې یو کډوال چې یو کوچنی ماشوم یې په غیږ کې و او له یخ نه رپیدو په سرحدي ساتونکو باندې یې غږ وکړ "که زړه لرئ نو دروازه خلاصه کړئ. مهرباني وکړئ، ماشومان نه غواړي دلته مړه شي."

خو د سلوانیا حکومت وایي دا هیواد په بالقان کې تر ټولو کوچنی هیواد دی او نشي کولای چې ډیرو کډوالو ته ځای ورکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د سلواکیا او هنگري سرحد ته څیرمه د کډوالو یوه کمپ نه له لیدو وروسته له هغه هیواد او اتریش نه د کډوالو د میشت کیدو په تړاو مننه وکړه او وې ویل"زه پوهیږم چې هر هیواد دغو کډوالو ته په ځای ورکولو کې د جدي سیاسي، اقتصادي او ټولنیږو ستونزو سره مخامخ دی خو په ورته وخت کې مونږ باید په دې هم پوه شو چې دا خلک له جگړې او شکنجې نه تیښتیدلي دي."

ژمی او کډوالي

د اتریش پولیسو وایي د دوشنبې په ورځ د څه دپاسه ۴٠٠٠کډوالو د را اوښتتو وروسته نن د سلواینا سره ددې هیواد عمده سرحدي دروازې ارامه وې.

بل خوا د کروایشا او سربستان ترمنځ په سرحد کې راټول کډوال د مایوسۍ سره سره په ټوکو او طنز باندې، ځانونه غلتول. سنان حمود چې د سوریې د پلازمینې دمشق اوسیدونکی دی او ځان یې په یوې غټې بړستنې کې نغښتی و په ټوکو یې وویل "شاو خوا شپږ زره خلک دلته راټول شوي دي. دا ستاسو اشتباه نده، دا زمونږ اشتباه ده. مونږ بد خلک یو."

د ختیځې اروپا په سرحدونو کې چې یخ بادونه لکه مچۍ چیچل کوي، په زرگونه کډوال ځانونه په کمپلو کې نغښتي یا اور ته ولاړ دي او له سربستان نه کروایشا ته د اوښتو انتظار کوي. د سربستان د کار او ټولنیزو چارو وزیر الکساندر ولین وویل چې هیواد یې کډوالو ته هر هغه مرسته کوي چې په وس کې یې وي.

"هغوی ته کافي خوراک، درمل او ډاکتر شته خو زه بیا بیا وایم چې دا د حل لاره نده. سربستان نشي کولای چې دا ستونزه پخپله حل کړي."

اروپایي اتحادیه موافقه کړې ده چې ١٢٠ زره کډوال د خپلو غړو هیوادونو باندې وویشي. تمه کیږي چې ٧٠٠٠٠٠ خلکو یو کوچنی شمیر سږکال د اروپا سرحدونو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG