د لاس رسي وړ اتصالات

شهراني:د کاڼو په قراردادونو کې به انصاف او شفافیت وي


دافغانستان دکانواو صناېعو وزېر لوړه کوي چې د قراردادونو په ورکولو کې به شفافېت او انصاف مراعت شي.

ددغو قراردادونو له امله به دهېواد تقرېبا د ٣ ترېلېونو ډالرو په اندازه معدنی ثروت او شتمنی نه د گټی اخېستلو زمېنه برابره شی. وحېدالله شهرانی د جمعی په ورځ هغه اندېښنی بابېزه وگڼلی چې د قراردادونو د داوطلبی په بهېر کی به له اداری فساد نه کار واخېستل شی.

هغه دبی بی سی راډېو ېوه خبرېال ته په لند ن کې ووېل چې نوی قانون دا تقاضا کوی چې د ټولو هغو قراردادونوپه برخه کې معلومات خپورشی چې منظؤر شوېدی. هغه زېاته کړله چې داکار ددی لپاره کېږی چی په کارونوکې د انصاف او شفافېت لوړ معېار ترسره شی.

دافغانستان دکانو او صناېعو وزېر په لندن کې دی او په دې لټه کې دی چې داسی پانگه اچوونکی پېدا کړی چې دافغانستان دمعدنو نو په برخه کې پانگه ولگوی ، په دې کې مهم معادن اوسپنه ، لېتېوم ، طلا او نور معدنی مواد شامل دی.

شهرانی ووېل چې که چېری د افغانستان معدنی منابع په مناسبه توگه په کار واچول شی اوله هغو نه گټه واخېستل شی نو افغانستان به په ېوه لسېزه کې په اقتصادی لحآظ په خپلو پښو ودرېږی.

دافغانستان او امرېکا چارواکی واېې چې دغه نوی شتمنی به دافغانستان خلکو ته ډېره گټه ورسوی. خو ېوشمېر کسان خبرداری ورکوی چې دمعدنی موادو انکشاف او له هغوی نه گټه اخېستل به ډېر کلونه وخت وغواړی. هغه ستونزی چې په دې برخه کې اټکل کېږی په هغو کې ېوه داده چې د کانونو نه دگټی اخېستلو بنېادی سهولتونه نشته دی اوبل امنېت دی، ځکه چې ېوشمېر معدنونه په هغو مناطقوکې پراته دی چی هغه د طالبانو پاخه مورچلونه گڼل کېږی.

XS
SM
MD
LG