د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان تر ۲۰۲۳ له ماینونو پاکیداې شي


افغان مقامات وایي، تر پنځه سوو کیلو مترو مربع پورې سیمې لا هم په افغانستان کې په ماینونو او ناچاودیدونکو توکو پوښلي دي.
افغان مقامات وایي، تر پنځه سوو کیلو مترو مربع پورې سیمې لا هم په افغانستان کې په ماینونو او ناچاودیدونکو توکو پوښلي دي.

د ماینونو په وړاندې د مبارزې سیمه ییز کنفرانس چې د سیمې د هیوادونو د تجربو د شریکولو په مقصد په کابل کې جوړ شوی و، په اړه یې ددې ادارې مقاماتو وویل چې هڅه کیږي تر ٢٠٢٣ کال پورې افغانستان له ماینونو څخه پاک هیواد اعلان شي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د دولت مخالفین اوس هم په مختلفو ساحو کې د ماینونو او چاودیدونکو توکو ښخولو او ځای پر ځای کولو ته دوام ورکوي چېد رپوټونو له مخې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې اصلي عامل گڼل کیږي.

هره میاشت تر سلو افغانان د ماینونو ښکار کیږي

له بلې خوا د افغانستان د ماین پاکۍ د یوې ادارې چارواکي وایي، هره میاشت په اوسط ډول په دغه هیواد کې د سړک غاړې ماینونه او ناچاودي توکي تر سلو پورې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

د افغانستان د طبعې پیښو سره د مبارزې په ملي اداره کې د ماین پاکۍ د چارو مشر محمد شفیق یوسفي وایي چې په دغه شمیر کې هره میاشت تر ۳۸ پورې ملکي وګړي د ځمکنې ماینونو او ناچاودو توکو د پیښو قرباني کیږي.

ښاغلي یوسفي وویل "په ۱۹۸۹ کال کې د ماین پاکۍ د پروګرام له پیله تر اوسه اتیا فیصده سیمې له ماینونو او ناچاودیدلو توکو پاکې شوې دي".

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو یوه څنډه
په افغانستان کې د ماین پاکۍ د هڅو یوه څنډه

ښاغلي یوسفي وویل چې اوس هم د څلور زرو څخه زیاتې سیمې شته چې په کې ماینونه او ناچاودي توکي موجود دي.

هغه وویل چې تر پنځه سوو کیلو مترو پورې سیمې لا هم په افغانستان کې په ماینونو او ناچاودو توکو پوښلي دي.

ورته وخت کې د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر او د دولت وزیر ویس برمک وایي چې که چیرې نړیواله ټولنه افغانستان سره هرکال د ماینونو د پاکولو په برخه کې تر شپیته میلیونو ډالرو پورې مرسته وکړي نو په ۲۰۲۳ کال کې به دا هیواد په بشپړه توګه د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر څخه د پاک هیواد په توګه اعلان شي.

ښاغلي برمک وویل "له بده مرغه زمونږ د ماین پاکولو پروګرام همدا اوس د بودجې د کمې سره مخ دی"

هغه وویل ددې میاشتې په وروستیو کې به په ژنیو کې په یو جوړیدونکي کنفرانس کې هڅه وکړي چې د مرسته کوونکو او هغو هیوادونو چې په تیروکلونو کې یې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام سره همکاري کړې، پاملرنه د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام ته راواړوي.

ښاغلي برمک وویل چې همدا اوس د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان د ماین پاکوني د پروګرام څخه ګټه اخیستل کیږي او یو شمیر افغان ماین پاکان د افغانستان په څیر په جګړه ځپلو هیوادونو کې د ماینونو د پاکولو په چارو کې په کار بوخت دي.

په افغانستان کې په څه دپاڅه درې نیمو لسیزو کې په زرګونو ماینونه ښخ شوي دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام په ۱۹۸۹ کال کې پیل شوی او د د لسو څخه زیاتې د ماین پاکۍ موسسې چې په زرګونو ماین پاکان په کې په کاربوخت دي د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ماین پاکونې په کار بوخت دي.

د افغانستان د ماین پاکونې اداره وایي چې د نورو سیمو په پرتله ددغه هیواد په مرکزي برخو کې لا هم په زیات ښخ شوي ماینونه موجود دي.

ویس برمک وایي په دغه سیمه ییز کنفرانس کې د هغو هیوادونو استازو برخه لرله چې اوسیدونکي یې په دري او فارسي ژبو خبرې کولی شي. د هغه په وینا دوی باید هرکال دا ډول کنفرانسونه جوړ کړي، خپل معلومات سره شریک کړي او د ماینونوپه برخه کې په پالیسو او ستراتیژیو سره خبرې وکړي.

په دغه یو ورځیني کنفرانس کې د افغانستان د استازو د ګډون ترڅنګ ایران، تاجکستان او د اذربایجان د هیوادونو استازو هم برخه لرله.

XS
SM
MD
LG