د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کانونو د غیرقانوني استخراج په هکله اندیښنه


یوه څیړنه ښي چې د افغانستان په اکثرو کانونو کې ماشومان په کار گمارل شوي دي
یوه څیړنه ښي چې د افغانستان په اکثرو کانونو کې ماشومان په کار گمارل شوي دي

د بشري حقونو د دفاع او پلټنې ډله د افغانستان په کانونو کې بشري وضیعت کړکیچن گڼي او وایي چې په افغانستان کې د کانونو په ایستلو کې نړیوال معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي.

دغه ډله د یوې څیړنې د پایلو په اعلانولو سره په افغانستان کې د کانونو د وضیعت او په هغو کې د کار د څرنگوالي په هکله اندیښنه څرگنده کړې ده.

د دې څیړنې لاس ته رواړنې چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې ترسره شوي ښي چې د افغانستان په اکثرو کانونو کې ماشومان په کار گمارل شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د افغانستان په زیات شمیر کانونو کې چې په غیر قانوني توگه استخراج او ایستل کیږي، یواځې ماشومان کولای شي د تنگو او نریو لارو کان ته ننوځي او هلته کار وکړي.

په دې پلټنه کې چې په هر ولایت کې د ٣٢٠ تنو سره مرکې شوې دي په سلو کې ٥٣ کارگرانو په غیر معیاري کانونو کې د سخت کار په بدل کې د لږ معاش د ترلاسه کولو څخه شکایت کړی دی.

د بشري حقونو د پلټنې او دفاع ډله د اندیښنې په څرگندولو سره د افغاسنتان له حکومت نه غوښتي چې د کانونو وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د دفاع او پلټنې د ډلې رئیس عطاالله عطا د رپوټ په بنسټ وایي چې په افغانستان کې ١۴٠٠ کانونه په غیر قانوني توگه استخراجیږي.

خو د کانو وزارت وایي چې اوس د کانونو تازه قراردادونه د ارزونې په موخه ځنډول شوي دي.

د معادن د وزارت د پالیسۍ رئیس نجیب الله امیرزی وایي هیڅ دا ډول شواهد نشته چې په کانونو کې د ماشومانو کارکول ثابت کړي.

د ښاغلي امیرزي په وینا "اقتصادي مافیا" او "جگړه ماران" او حتی د سیمې هیوادونه د افغانستان د کانونو په خپل سره ایستلو کې لاس لري.

د بشري حقونو د دفاع او پلټنې ډله همداشان رپوټ ورکړی چې په سلو ۴٩ د کانونو کارگران د ازاد رقابت له لارې او ٣٦ فیصده د شخصي پیژندنې او اړیکو له مخې په کار گمارل شوي دي.

په افغانستان کې د کانونو غیر قانوني او غیر فني ایستل څو ځلې د کان د پرزیدو او د مرگونو پیښو د رامنځ ته کیدو سبب شوي دي. یوه تازه پیښه یې په سمنگان کې د ډبرو سکرو په کان کې وه چې ١٧ کسه په کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG