د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر استعفی ورکړه


ښاغلی جهاني وایي د صحي ستونزو له کبله یې استعفی ورکړې ده
ښاغلی جهاني وایي د صحي ستونزو له کبله یې استعفی ورکړې ده

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني له خپلې دندې استعفی کړې او ولسمشر ته یې خپله استعفی سپارلې ده.

نوموړي د امریکا اشنا ته وویل چې د تېرې شنبې په ورځ یې استعفی ولسمشر ته رېسېدلې ده" ما د خپل استعفی علت هم لیکلی، چې د روغتیايي ستونزو له کبله نوره دا دنده نشم مخ ته بیولې."

ښاغلي جهاني وویل چې ولسمشر د هغه استعفی لیدلې خو تراوسه یې پرې پرېکړه نه ده کړې. په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال سید حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دوی هم د ښاغلي جهاني له استعفی خبر شوي دي.

ښاغلي مرتضوي وویل چې په دې اړه به د ولسمشر پرېکړه وروسته رسنیو ته ووايي.

عبدالباري جهاني په افغانستان کې یو پېژندل شوی شاعر او لیکوال دی، هغه د امریکا غږ اشنا راډیو تلویزون مخکنی خبریال هم و.

XS
SM
MD
LG