د لاس رسي وړ اتصالات

فیروزي د ګوزڼ په له مینځه وړلو کې دعلماو مرسته وغوښته


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دیني علماو وغوښتل چې ماشومانو ته د واکسین لګولو له بهیر سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن د واکسیناسیون په هکله د دیني علماو نړیوال کنفرانس ته په کابل کې وویل چې لا اوس هم په ټوله نړۍ کې یوازې افغانستان او پاکستان کې ماشومان دګوزڼ یا پولیو په ناروغۍ اخته دي.

د ښاغلي فیروز په وینا تیر کال په ټول افغانستان کې له لسو څخه نیولې تر شلو فیصده پورې ماشومانو ته واکسین نه وو لګول شوی چې لامل یې هم په سمه توګه د پولیو د کمپاین نه ترسره کول دي..

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز په وینا که څه هم د تیرو دیرشو کلنو په پرتله د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ کچه چې هر کال به پرې درې سوه او پنځوس زره ماشومان په ټوله نړۍ کې اخته کیدل، ډیره زیاته راټیټه شوې ده، خو بیا هم تیر کال څلور اویا پیښې ثبت شوې وې چې له دې ډلې د ګوزڼ شل پیښې په افغانستان او څلور پنځوس پیښې په پاکستان کې وې. .

ښاغلي فیروز وویل چې تمه ده د دیني عالمانو په همکارۍ او د ګوزڼ پروړاندې د کمپاینونو په ترسره کولو سره په دیارلس سوه پنځه نوي لمریز کال کې دغه ناروغي په بشپړه توګه له افغانستان څخه ورکه کړي.

د عامې روغتیا وزارت د دیني عالمانو په همکارۍ د ګوزڼ پروړاندې د مبارزې کمپاین د حج او اوقافو وزارت،د اسلامي پراختیايي بانک،اسلامي هیوادونو د همکارۍ موسسې او فقهې په مټ پرمخ وړي ترڅو وکولای شي د ماشومانو پر دغه وژونکي ویروس برلاسي شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په اوس وخت کې د افغانستان ختیځې،سویلي او لویدځې سیمې د ګوزڼ یا پولیو له ګواښ سره مخ دي

XS
SM
MD
LG