د لاس رسي وړ اتصالات

حنیف اتمر او امرالله صالح له کاره لرې شول


د افغانستان جمهور ریس د خپلی کابینی د کورنیو چاور وزیر او د استخباراتو ریس د سولی په مشورتی جرگی باندی د طالبانو د حملو وروسته برطرفه کړي دي.

د ښاغلي کرزي له دفتر نه خپره شوې اعلامیه وايي چی ددې حملې په وجه چی کوم دلایل دغو چارواکیو وړاندې کړي، هغه دلایل د قناعت وړ نه وو.

په خبرلیک کې راغلي چې د کورنیو چارو د وزارت د سرپرست دنده منیر منگل او د استخباراتو د ریاست دنده ابراهیم سپین زاده ته سپارل شوې ده.

طالبانو د چارشنبی په ورځ په کابل کې د سولې پر جرگې باندې په داسی حال کی د توغندیو ډزې وکړې چې جمهور رئیس په جرگه کې تقریبا ١٦٠٠ راغونډو شویو استازو ته وینا کوله.

په دی پیښه کی د جرگې گډون کوونکیو ته زیان ونه رسید.

په کابل کې امنیتي چارواکي وايي، دوه حمله کوونکي یې وژلي او دریم یې ژوندی نیولی دی.

XS
SM
MD
LG