د لاس رسي وړ اتصالات

رویټرز: په کورنیو چارو وزارت کې برید د پولیسو یو افغان مامور کړی


رویټرز: په کورنیو چارو وزارت کې برید د پولیسو یو افغان مامور کړی

رویټرز: په کورنیو چارو وزارت کې برید د پولیسو یو افغان مامور کړی

د رویټرز اژانس خبر ورکوي چې افغان مقاماتو نن د یکشنبې په ورځ وویل چې فکرکوي د افغان پولیسود استخباراتو د چارو یوه مامور به د کورنیو چارو په وزارت کې د ننه دوه امریکایي نظامي مشاورین وژلي وي.

ددی پیښې نه وروسته ناټو د افغانستان د وزارتونو نه خپل مشاورین راوایستل.د امنیتي ځواکونو یو لوړ رتبه مامور چې نه یی غوښتل نوم یې واخیستل شي، د رویټرز خبري اژانس ته یې وویل چې گومان کیږی چا چې په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت کې چې امنیت یی کلک ساتل کیږی ډزی کړي دي، هغه ۲۵ کلن عبدالصبور وي.

افغان مامورین وايي چې عبدالصبوراوس ورک دی. زیات شک په هغه باندی کیږي خو نه شي چې داسی نتیجه واخلي چه هغه قاتل دی کنه؟

یوې منبع وویل چې د کورنیو چارو د و زارت د سوق او ادارې د ثبت شوي ویډیو نه ښکاري چې صبور دغه مرکز ته تللی و. وژل شویو آمریکایانو په همدغه مرکز کې کار کوی.

دغه دوه امریکایي نظامی مشاورین په داسي حال کې ووژل شول چې په افغانستان کې د ناټو په یوې اډې کې د قرآن شریفونود سوزولو په سر په افغانستان کې د پنځمې ورځې دپاره مظاهرې وشوې. ولسمشر اوباما د دې پېښه له امله بخښنه وغوښتله خو مظاهرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG