د لاس رسي وړ اتصالات

فریبا احمدي د بندیانو په بدل کې آزاده شوې


سیمه ییزو ولسي مشرانو د شنبې په ورځ دا تایید کړه چې چې د ولسي جرګې غړې فريبا احمدي د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاده شوه.

په عین حال کې د فریبا احمدي د کورنۍ غړو هم دهغې دخلاصون خبره تایید کړې او وايي چې تر خوشي کېدو وروسته کابل ته رسېدلې ده .

د غزني د مدرسو دیني عالمانو او د پخوانيوو مجاهدینو يوې ډلې د دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د منځګړو په توګه له تیرو څو اونیوو راهيسې کار کوی .

د منځګړو د ډلې غړی او دغزني ولسي مشر حاجي زمان امریکا غږ ته وويل چې د فریبا د خلاصون پر سر هم دولت او هم وسله والو مخالفينو د دوی خبره ومنله خو نوموړي پدې هکله د جزیاتو له ورکړې څخه ډډه وکړه. ،،د عزني علماوو چې منځګړيتوب يې کاوه د کابل او د دوي ترمنځ يوه فیصله شوې چې مهمه خبره پکې د ۳ بندیانو خوشي کېدل وو . دغه هغه بندیان دي چي په غزني کې د عملیاتو پرمهال دولت پدې شک نیولي وو چې ګواکي وکيله صاحبه يې په کور کې ساتل کېده . دغه درې کسان د حاجي صاحب دین محمد په کور کې منځګړي ډلې ته سپارل شوي دي ،، .

وسله والو طالبانو هم نن اعلان وکړ، چې فريبا احمدي کاکړ يې د شنبې په ورځ په غزني ولايت کې خوشې کړې ده. د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې طالبانو له حکومت څخه د خپلو بنديانو د خوشې کولو په موخه د فريبا د تښتولو پر اقدام لاس پوري کړ.

هغه ویلي دي چې چې فريبا کاکړ يې د شنبې په ورځ وروسته له هغه چې حکومت د طالبانو څلور تنه ښځينه بنديانې او دهغوي ماشومان خوشي کړل، د تبادلې په صورت کې فريبا کاکړ خوشې کړه او خپلوانو ته يې وروسپارله.

د ولسي جرګې غړې فریبا احمدي د کوچني اختر په دریمه ورځ د کورنۍ له يو شمیر نورو غړو سره يوځای د غزني په قره باغ سیمه کې د دولت وسله والو مخالفينو له خوا برمته شوه چې د کورنۍ نور غړي يې تر لږ بند وروسته خوشي شول خو دا لا تر تیري ورځې پوري د وسله والو طالبانو په بند کې وه .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG