د لاس رسي وړ اتصالات

رنجبر: د هر قاتل فاتحه اخیستل جرم دی


افغان کارپوه کبیر رنجبر
افغان کارپوه کبیر رنجبر

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د دوشنبې په ورځ خلکو ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې په مناسبت د ویر او خواخوږۍ په غونډو کې دې له ګډون ډډه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي رسنیو ته په یو استولي ویډیوي وینا کې د دغسې غونډو جوړیدل مشروع نظامي اهداف ګڼلي او ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه به په دغسې اهدافو بریدونه وکړي.

ښاغلي صدیقي ویلي "د ملاعمر او د هغه د ملګرو د یادونې او خواخوږۍ هرراز غونډه مشروع پوځي هدف دی، د دې ډول غونډو د مخنیوي لپاره به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چټک، پریکنده او هراړخیز اقدام وکړي، ګران هیوادوال دې په دغسې غونډو کې ګډون نه کوي".

موږ په دې اړه د ولسي جرگې پخواني غړي او قانون پوه ښاغلي کبیر رنجبر سره مرکه کړیده،چې پکې ېې ویلي دي چې هر هغه څوک چې لاسونه ېې د ولس په وینو ککړ وي،په افغانستان کې د هغه په یاد کې غونډې کول،فاتحه اخیستل او نمانځل د ټولو شهیدانو او د هغوي خپلوانو سره ظلم دی او باید چې مخه ېې ونیول شي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:56 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG