د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والوپه کنړ کې له يوې افغانې مېرمنې سرپرې کړى دى


يوې نامعلومې وسله والې ډلې دکونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې دښوونځي له يوې ځوانې زده کوونکې سر پرې کړى دى . چارواکي وايي چې په دې توريې درې تنه نيولي دي. دکونړ چارواکي وايي دغه نجلۍ شبانه نومېږي .

نوموړې يې په خپل کورکې وژلې اومړى يې د هغه نغري څنډې ته ايښول شوى و چې له مرګ څو ساعته وړاندې يې پرې ځانته دخوړو دېګ باندې کړى و.

دکونړ امنيه قوماندان عوض محمد نظيري وايي چې يوې جنايت کارې ډلې د نجلۍ پر کور د دې لپاره د شپې ور اوښتې وه چې "شبانه" وتښتوي خومقتولې ورسره مقاومت پيل کړى و. وسله والې ډلې له مقاومت وروسته ددې جنۍ مرۍ پرې کړې وه.

نظري وايي په دغه تور يې د وژل شوې نجلۍ د کورنۍ په ښودنه درې کسان نيولي هم دي .

بلې لورته دسيمې اوسېدونکي وايي بريدکوونکو ښايي وروسته تر هغې چې راز يې رسوا نه شي دغه زده کوونکې وژلې وي ځکه چې دې خپله هم بريدګر پيژندلي وو.

ددغه ولايت وياند واصف الله واصفي بيا وايي چې دوي ددغې پېښې دسپيناوي لپاره يو پلاوى ټاکلى ، چې ددغه پېښې درامنځته کیدو لاملونه وڅېړي . دا لومړى ځل دى چې په دغه ولايت کې ديوې افغانې مېرمن سر پرې کېږي . تر دې وړاندې دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي ګڼې نورې پېښې ثبت شوي چې زياتره يې دشکنجې ، ربړونې ، په بدو کې دنجونې ورکړې ، اجباري ودونه اونور شامل دي دي ، خو دا په خپل ډول کې لومړۍ پېښه ده .

بل لورته په دغه ولايت کې دسرک ترغاړې دماين پريوې چاودنې درې تنه سرحدي پوليسان وژل شوي اودوه تنه نورزخميان شوي دي.دولايت وياند واصف الله واصفي دپېښې پرپخلي سربېره وويل چې زخميان دامهال په روغتون کې تردرملنې لاندې دي.

په دې وروستيو کې په کونړ او ورسره ګاونډيو ولايتونو کې پر پوليسو دماين چاودنې او وسله والو نښتو پېښې زياتې شوي دي .

XS
SM
MD
LG