د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پولیسو د مخدره موادو پرضد د لا کلکې مبارزې هوډ وکړ


د ننګرهار ولایت د ولسوالیو امنیې قومندانانو په دې ولایت کې د مخدره موادو د له منځه وړلو او پر وړاندې یې د نوې مبارزې ژمنه وکړه.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وایي چې دوی د دې ولایت د ټولو ولسوالیو امنیې قومندانان خپلو کې سره همغږي کړي او غواړي د مخدره موادو پر ضد کلکه مبارزه وکړي.

ګلاب منګل وایي چې په ولسوالیو کې د مخدره موادو کرکېله او کاروبار ډېر دی نو غواړي چې پر وړاندې یې د پولیسو پر مټ اغېزناکه مبارزه وکړي.

ننګرهار والي وویل چې امنیې قومندانان یې په یوه ځانګړې ناسته کې دې ته اړ کړي چې په خپلو ولسوالیو کې د کوکنارو کرکېلې او کاروبار مخنیوی وکړي.

”په ولسوالیو کې د مخدره موادو کاروبار ډېر دی، بې غوري موجوده ده. اوس د امنیې ټول قومندانان مو سره راغوښتي او پر دې مو قانع کړي چې باید هر یو په خپله ولسوالۍ کې د مخدره موادو کرل بند کړي، دقاچاقو مخه ونیسي. “

د ننګرهار امنیې قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمی وایي چې دوی د کوکنارو او ټولو مخدره موادو پر ضد کار کوي او غواړي پولیس په خپلو سیمو کې مخدره مواد له منځه یوسي.

د ولسوالیو امنیې قومندانان وایي چې دوی د مخدره موادو پر ضد کلکه مبارزه کوي او غواړي چې خپلو ولسوالیو کې مخدره مواد په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د ننګرهار پولیسو د مخدره موادو پرضد د لا کلکې مبارزې هوډ وکړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

XS
SM
MD
LG