د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې معتادین، محصلینو ته په سرخوږي بدل شوي


په جلال اباد کې معتادین، د پوهنتون د محصلینو لپاره چې په تفریحي سیمو کې به یې درسونه ویل اوس په سرخوږي بدل شوي او په ډاډه زړه او د معتادینو له امله سمه مطالعه نشي کولی.

د جلال آباد ښار په څلورو تفریحي سیمو کې د مخدره موادو روږدي خورا زیات دي او دغلته د شپې او ورځې میشت وي.

یادو تفریح ځایونو ته محصلین او د ښوونځیو زده کوونکي د مطالعې لپاره ورځي خو وایي چې د روږدو کسانو له خوا یې مزاحمت کېږي.

د ننګرهار پوهنتون محصل سید الیاس وایي چې دی هره ورځ سراج العمارت بڼ ته د مطالعې لپاره ځي خو د مخدره موادو روږدي کسان یې مطالعې ته نه پرېږدي،پیسې ترې غواړي یا اړونده توکي ترې پټوي.

په جلال آباد کې معتادین، محصلینو ته په سرخوږي بدل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

هغه وایي په دې بڼ کې د معتادینو شمېر ډېر دی او د دوی د درس او تفریح پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

"تر دې اونو لاندې هغه خلک کېني چې پوډریان دي یعنې که نور خلک هم راځي له دوی څخه څه شی نه شي زده کولی،زیاتره ځوانان پارکونو ته راځي او دغلته کېني خپله مطالعه کوي نو دوی د خلکو د مطالعې مخه نیولې ده."

ځوانان او محصلین وایي چې دولت دې له تفریحي پارکونو څخه د مخدره موادو روږدي کسان روغتون یا کوم بل خوندي ځای ته ولېږدوي.

احسان الله په جلال آباد کې د یو خصوصي پوهنتون محصل یې په اړه وایي:

"له پولیس او امنیت څخه مو غوښتنه ده چې هغه کسان چې دې ناوړي کار اخته دي باید وې نیسي او تداوي یې کړي یا دې زندان ته یوسي."

د جلال آباد ښار په امیرشهید بڼ،سراج العمارت پارک،عید ګاه جومات،حاجي عبدالقدیر واټ او بهسودو پله په تفریحي سیمو کې د مخدره موادو سلګونه روږدي شپې ورځې تېروي.

XS
SM
MD
LG