د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې ۲۰۰جریبه ځمکه کې کوکنار واړول شول



دننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې سږکال یې د کوکنارو کرکېلې مخنیوي لپاره له وړاندې اقدام کړی دی.

هغه وایي د ننګرهار والي ګلاب منګل سږکال د کوکنارو تر شنه کېدو وړاندې تازه کرل شوي کوکنار له منځه وړي او په دې اړه یې اقدامات پیل کړي دي.

دوالي ویاند وایي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې پولیسو د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۰۰جریبه ځمکه کې د کوکنارو کرل شوی فصل اړولی او کروندګر یې بندیان کړي دي.

خوګیاڼی زیاتوي چې ۲۴تنه د کوکنارو کرونکي د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

خوګیاڼی وایي چې دوی د ولسوالیو امنیې قومندانانو ته په ټينګار ویلي چې په سیمه کې یې باید کوکنار ونه کرل شي.

دی وایي پولیس به په ټولو هغو سیمو کې کرل شوي کوکنار له منځه یوړي چې د دولت تر ولکې لاندې دي.

په ننګرهار کې ۲۰۰ جریبه ځمکه کې کوکنار واړول شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00


هغه زیاته کړه چې د دوی د ځانګړو ټیمونو کسان اوس هم په ولسوالیو کې کروندګرو سره د مفاهمې له لارې هڅه کوي چې تر امنیتي اقدامه وړاندې د کروندګرو له خوا د کوکنارو کرل شوي فصلونه له منځه یوسي.

سږکال د ننګرهار په هغو سیمو کې په پرېمانه توګه کوکنار کرل شوي چې تر ډېره د حکومت له کنټروله وتې دي

XS
SM
MD
LG