د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار څارنوالي: سږکال د مخدره موادو ۱۱۷ دوسیې ورته راجع شوي


دننګرهار استناف څارنوال خالد احمد اوریا وایي چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې ورته د مخدره موادو ۱۱۷قضیې راجع شوي دي.

هغه وایي چې په دې قضایاوو کې ۱۲ قضیې د ماشومانو دي چې یایې مخدره مواد لېږدول او یایې خرڅلاو کې لاس لره.

د څارنوال پروینا د هیروینو ډېر لږ مقدار اړونده دوسیې دوی ته سپارل شوي خو په لویه کچه چې کوم هیروین نیول کېږي دوسې یې تر اوسه څارنوالۍ ته نه دي سپارل شوي.

دننګرهار د استناف څارنوال وایي چې دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د مخدره موادو عاملین چې دوی یې نیسي، باید د دوسیو سره یوځای څارنوالۍ ته وروپېژني.

سږکال د مخدره موادو ۱۱۷ دوسیې ورته راجع شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

XS
SM
MD
LG