د لاس رسي وړ اتصالات

د بادرنګو کر په لغمان کې د کوکنارو مخنیوی کړی


په لغمان ولایت کې سږکال په سلګونو هکتاره ځمکه کې بادرنګ کرل شوي.

د لغمان مېشت کروندګر وایي چې هرکال یې د بادرنګو حاصلات ډېرېږي او د دوی اقتصادي وضعیت یې ښه کړی دی.

دوی وایي چې د بادرنګو ښو حاصلاتو له امله لغماني کروندګر پر خپلو ځمکو کوکنار نه کري او د کوکنارو کرلو اړتیا هم نه محسوسېږي.

کروندګر وایي چې له یوې خوا د کوکنارو کرل د اسلامي شریعت له مخې منع دي او له بلې خوا بادرنګ د کوکنارو کرلو ښه بدیل ګرځېدلی دی.

لغماني کروندګر وایي چې دوي نه غواړي په سیمه کې یې ځوانان پر مخدره موادو روږدي شي.

بادرنګ په لغمان کې د کوکنارو کرلو مخنیوی کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

دوي د خپلو خلکو د روغ صحت غوښتونکي دي نو ځکه د کوکنارو کرلو پرضد مبارزه کوي او نورو نباتاتو ته ارزښت ورکوي.

کروندګر وایي چې شاوخوا پینځه کاله وړاندې یې پر خپلو ځمکو کوکنار کرل خو اوس پر همغو ځمکو بادرنګ کري او د خرڅلاو بازار یې تود دی.

دوي زیاتوي چې د بادرنګو په کرلو کې د سیمې سلګونه تنه بې روزګاره خلک هم پر کار بوخت دي .

د دوی پروینا پر خپلو ځمکو د کوکنار پرځای دوه فصله کري چې د هر یوه ګټه تر کوکنارو دوه چنده کېږي نو ځکه ټول کروندګر د بادرنګو کرلو ته مخه کړې.

بادرنګ د لغمان له ترټولو پېژندل شویو کرنیزو محصولاتو دی چې د جلال آباد او کابل ښارونه یې د خرڅلاو ښه مارکیټونه دي.

د دې ولایت ډېر کروندګر د بادرنګو پر کرلو او روزلو بوخت دي.

بادرنګ د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې پر ۹۵ فیصده ځمکه کرل کېږي.

XS
SM
MD
LG