د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي لیکوالان: نشيي مواد او افغان تندلاري څه ارتباط لري؟


امریکايي لیکوالان: نشيي مواد او افغان تندلاري څه ارتباط لري؟
امریکايي لیکوالان: نشيي مواد او افغان تندلاري څه ارتباط لري؟

په واشنگټن کی یو شمیر لیکوالان په دی موضوع باندی د بحث کولو لپاره راټول شوي چی نشيي مواد په افغانستان کی د یاغیانو سره څه ډول مرسته کوي.

دا غونډه چی د امریکا د متحده ایالاتو د سولی په انستیتیوت (USIP) کی د سه شنبی په ورځ جوړه شوی وه، پکی دری لیکوالانو جانتن کالکینز، پروفیسور مارک کلیمن ، او جانتن کولیک برخه لرله.

مارک آی ار کلیمن د کلیفورنیا په پوهنتون کی د پبلک پالیسی استاد دی. نوموړی وویل چی دوی په خپل کتاب "د مخدره موادو تولید او قاچاق" کی په دی تمرکز کړیدی چی د مخدره موادو تجارت له یاغیانو سره په څه ډول مرسته کوی پر امنیتی قواو او حکومت باندی څه اغیزې لری؟

پروفیسر مارک کلیمن وویل زموږ استدلال اوس دادی چی دمخدره موادواوسنی هلی ځلی داستونزه نوره هم خرابولی خوښه کولی یی نشی. هغه وویل چی یاغیانو ته له مخدره موادونه ډیری روپی لاسته ورځی او همدارنگه د مخدره موادو د قاچاق پیسی دافغانستان د حکومت چارواکیو ته هم په لاس ورځی.

مارک کلیمن وایی دافغانستان د اپینو عاید په کال کی تقریبا دری بلیونه ډالره دی. دا پیسی که څه هم په نړیوال مارکیټ کی دومره ډیری ندی خو په افغانستان کی یاغیانو ، جنگسالارانو او په حکومت کی په اداری فساد ککړو مامورانو په لاس کی ډیری پیسی دی.

له پروفیسور مارک نه پوښتنه وشوه چی په دی کی خو د حکومتداری مسله هم دخیله ده چی حکومت څومره موثر دی او د خپل اقتدار ساحه ترکوموځایونو پوری پراخولی شی چی هلته دمخدره موادو مخه ونیسی.؟

پروفیسور مار ک کلیمن وویل په حکومت کی اداری فساد دمخدره موادو سره تړلی دی

هغه په دی برخه کی داسی وویل:

"په افغانستان کی د حکومت یوه غټه ستونزه د فاسدو پیسو ستونزه ده اومخدره موادو د فاسدو پیسو یوه غټه منبع ده. داپیسی حکومت موسسات کمزوری کوی او د حکومت شهرت ته تاوان وراړوی. د فاسدو پیسو ورکول ا و اخیستلو یوه اندیښنه ده او داگرانوی چی حکومت په درست ډول وچلول شی.

که چیری موږ په ناڅاپی ډول اپین له افغانستان نه ورک کړی شو نو دابه د حکومت لپاره ښه وی او دیاغیانو لپاره به تاوان وی".

مارک کلیمن وویل چی څرنگه چی په افغانستان کی دمخدره موادود مخنیوی پالیسی په زیاتو برخو کی کامیابه ده نو ددی علت داشو چی اوس زیاتره مخدره موادو په هغو سیمو کی کرل کیږی چی دیاغیانو لاس لاندی دی.

مارک کلیمن د کلیفورنیا د پوهنتون استاد دافغانستان دموجوده مخدره موادو د پالیسی په برخه کی ددری غټو ستونزو یادونه وکړه، هغه داسی وویل:

"دمخدره موادو د پالیسی د کامیابی له امله په نور هیواد کی دافغانستان ټول اپین اوس د طآلبانو ترکنترول لاندی سیمو کی کرل کیږی. طالبان اوس د اپین دتولید په غټه برخه باندی مالبه لگوی. د مخدره موادو ضد پالیسی نتیجه داده چی د اپین غټه برخه طالبانو لاسته ورغلله او هغوی ترینه پیسی اخیستلی شی".

دویمه ستونزه داده چی د افغان حکومت، ایتلافی قواو او دهقانانو ترمنځ دښمنی پیدا کوی. ځکه چی حکومت د هغوی د فصلونو د خرابولو پالیسی چلوی.

مارک کلیمن ددریمی ستونزی په باب داسی وویل :

دریمه ستونزه داده چی حکومت کمزوری کوی او اداری فساد منځته راولی. نودغه دری واړه ستونزی داسی دی چی د یاغیانو له ستونزی سره مرسته کوی. په غیر قانونی ډول دلاسته راغلیو پیسو استعمال هم زیاتوی.

فیلیپ هیمن دهارورډ په پوهنتون کی د قانون پروفیسور دی، اشناراډیو له هغه نه پوښتنه وکړله چی څه موده مخکی په دی باندی خبری روانی وی چی په افغانستان کی د اپین داستعمال لپاره قانونی لاری چاری ولټول شی مثلا له دهقانانو نه واخیستل شی او ددرد دواگانی ترینه جوړشی ؛ په افغانستان کی ددواگانو کمبوت زښت زیات دی، دی مسلی څومره پرمختگ کړیدی. ؟

ځواب : پروفیسور هیمن وویل دی مسلی دومره پرمختگ ندی کړی ځکه چی همد استونزه به هغه وخت هم موجوده وی چی دهقانان به یوه برخه اپین په قاچاقبرانو خرڅ کړي.

پروفیسور هیمن وویل:

"خو داممکنه ده چی داسی لاری چاری ورته جوړی کړی شی چی یوازی حکومت یی له هغو سیمونه واخلی چی اوس پکی کوکنار کرل کیږی".

هغه زیاته کړله چی که څه هم دابه لږ بی انصافی وی چی له هغو سیمونه واخیستل شی چی کوکنار اوس پکی کرل کیږی.

بله پوښتنه داوه چی ایا په نړی کی نور داسی هیوادونه شته دی چی دغه ډول پروگرام لری؟

پروفیسور هیمن داسی وویل:

"ماته په دینا کی داسی ځای معلوم ندی چی هلته دی حکومت ددوا جوړولو لپاره اپین له خلکو نه واخلی. کیدای شی چی داکار په ترکیه کی پخوا شوی وی خو ماته بل ځای ندی معلوم چی دغه ډول پروگرام ولري".

پروفیسور هیمن وویل که په افغانستان کی د مخدره موادو په ستونزه باندی یوازی داسی بحث وشی چی یوازی په مخدره موادو پوری اړه ولری نو په دی کی یوخطر موجوددی. په افغانستان کی باید دمخدره موادو او د یاغیانو ستونزی ته په گډه وکتل شی.

هغه په دی برخه کی داسی وویل :

"که موږ یوازی د مخدره موادو د ستونزی په توگه ورته وگورو او یاغیان له یاده وباسی نو دابه له یاغیانو سره مرسته وکړی. همدغه خبره دکتاب لیکونکیو ثابته کړله.

که موږ یوازی په افغانستان کی دمخدره موادو په ستونزه تمرکز وکړو نو دابه کوچنی کاروی، ځکه چی د مخدره موادو دتولید او خرڅلاو لپاره ډیری لاری او ځایونه شته دی.

که چیری له دهقانانو نه اپین واخیستل شی نو هغوی به تولید نور هم پسی زیات کړی چی په تایی خرڅ کړی. حاصلات به دوه چنده شی او داوروپا، روسیی او اسیایی هیوادونو په معتادانو به یی هم خرڅوی".

XS
SM
MD
LG